کابل ( پژواک ١٠ مرغومى ٩١ ) : د هېواد وتلى سياستوال او پخوانى مرستيال صدر اعظم عبدالصمد حامد د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
په کابل کې د هغه خوريي خالد رشيد د مرغومي په لسمه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ډاکټر عبدالصمد حامد تېره شپه په جرمني کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٨٣ کلونو په عمر وفات شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د نوموړي جسد به د راتلونکې چهارشنبې يا پنجشنبې په ورځ کابل ته راوړل شي او دلته په هېواد کې دننه به خاورو ته وسپارل شي .
عبدالصمد حامد د پخواني مرستيال صدراعظم، د پلان پخواني وزير او د کابل پوهنتون د رييس په توګه يې دندې ترسره کړې دي.
نوموړى ددې ترڅنګ د افغانستان د اساسي قانون يوتن ليکوال، قانون پوه او دسياسي بصيرت او پوهې خاوند و.
دى په اصل کې د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکى و او بيا کابل او مشرقي ته راغلى وو .
ډاکټر عبدالصمد خان د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن