ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ٢٢ طالبانو د وژلو ادعا وشوه

غزني کې د ٢٢ طالبانو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
1 Jan 2013 - 14:02
غزني کې د ٢٢ طالبانو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
1 Jan 2013 - 14:02

غزني ښار (پژواک ۱٢ مرغومى ۹۱): غزني کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې په ده يک او اندړو ولسواليو کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۲۲ طالبان، چې ۱۲ يې پاکستاني وو، وژل شوي دي.

په ياد ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا د درېيم کنډک قوماندان ډګرمن ملنګ پوځيار د مرغومي په ١٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات لس ورځې وړاندې پيل شوي او د وسلوالو طالبانو پنځه ګروپونه په کې له منځه وړل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه راز په دغو عملياتو کې د وسلو او مهماتو درې زېرمې د دوى لاس ته ورغلې دي.

د پوځيار په خبره، په دغو ډيپوګانو کې ټول هغه چاودېدونکي توکي وو، چې وسلوال طالبان د ماينونو په جوړولو کې ترې کار اخلي.

دى وايي: ((د دغو ولسواليو ٢٠ سيمې له وسلوالو طالبانو څخه پاکې شوې.))

د هغه په وينا، د اندړو ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې پاکستاني وسلوالو طالبانو پر ملکي خلکو پيسې وېشلې، څو د دولت پر وړاندې راپورته شي او له خلکو يې د پيسو په بدل کې د جهاد غوښتنه کوله.

پوځيار زياته کړه، دغه عمليات يواځې افغان ځواکونو ترسره کړي، چې اوس هم ادامه لري او په ترڅ کې يې دوى ته او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې نږدې يوه مياشت وړاندې د ولسي پاڅون او د افغان دولت ترڅنګ سيمه ييز پوليس هم ګومارل شوي، چې د خلکو په خبره امنيتي حالت يې تر پخوا ښه شوى دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.