ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” خبرو ته د طالبانو له چمتووالي پرته د قطر دفتر نه شي جوړېداى”

” خبرو ته د طالبانو له چمتووالي پرته د قطر دفتر نه شي جوړېداى”

author avatar
2 Jan 2013 - 15:27
” خبرو ته د طالبانو له چمتووالي پرته د قطر دفتر نه شي جوړېداى”
author avatar
2 Jan 2013 - 15:27

کابل (پژواک ١٣ مرغومی ۹۱): د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي، تر هغه به په قطر کې د سولې د خبرو دفتر جوړ نه شي، چې طالبانو له افغان دولت سره د خبرو لپاره په رسمي ډول چمتووالى نه وي اعلان کړى.

د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته غوښتل شوى و ترڅو په قطر کې د سولې د خبرو لپاره د دفتر د جوړېدو، د پاريس د غونډې او امريکا ته د ولسمشر کرزي د راتلونکي سفر په اړه معلومات ورکړي.

زلمي رسول وويل، چې د افغانستان او قطر ترمنځ د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو په موخه په قطر کې د دفتر جوړولو هوکړه ليک په وروستيو پړاوونو کې دى او د مشورې لپاره به ملي شورا ته هم وړاندې شي.

خو د ده په وينا، دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو په وار، وار ويلي، چې له افغان دولت سره د سولې د خبرو لپاره چمتو نه دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي: “دغه دفتر به جوړ نه شي او هوکړې ته به ونه رسېږو، ترڅو چې طالبان، د طالبانو استازي او يا هم د طالبانو تحريک اعلان ونه کړي چې موږ د افغانستان له حکومت سره خبرې کوو.

دغه لوى ګواښ دى، چې که دفتر پرانيستل شي او څرګنده نه وي، چې څوک له چا سره خبرې کوي.”

هغه وويل، چې د قطر دفتر يواځې د سولې د خبرو په موخه جوړيږي او کوم سياسي دفتر نه دى او که له توافقاتو سرغړونه وشي، نو افغان دولت د دې حق لري، چې دغه دفتر وتړي.

د ده په وينا، د سولې عالي شورا بايد د هغو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه معلومات ورکړي، چې د طالبانو په استازيتوب غواړي د قطر د دفتر له لارې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

زلمى رسول وايي: ((د سولې عالي شورا بايد موږ ته معلومات راکړي، چې مذاکره کوونکى طالب د ملاعمر استازى دى او که د کوېټې له شورا څخه راغلى دى.))

د ده په وينا، د پاريس په غونډه کې، چې کومو کسانو د طالبانو په استازيتوب برخه اخيستې وه، د هغوى هويت هم بايد په ډاګه شي، چې په کومو طالبانو پورې يې تړاو درلود.

د تېرې لېندۍ مياشتې په وروستيو کې د فرانسې د ستراتيژيکو څېړنو د ادارې له خوا په پاريس کې يوه غونډه جوړه شوې.

په دې غونډه کې د دولت د وسلوالو مخالفينو (حزب اسلامي او طالبانو)، د افغانستان د سولې د عالي شورا او د هېواد د ځينو نورو سياسي ګوندونو په استازيتوب کسانو برخه لرله.

زلمي رسول وويل، چې د پاريس غونډې په اړه د بهرنيو چارو وزارت ته بلنه نه وه ورکړل شوې او يواځې د سولې عالي شورا دوو تنو په کې ګډون کړى و.

هغه دا هم وويل، چې د سولې لپاره ټولې مشورتي ناستې بايد په هېواد کې دننه جوړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما‎) ويلي، چې د افغانستان دولت د وسلوالو مخالفينو او ټولو سياسي اړخونو په ګډون له هېواد څخه بهر د سولې د خبرو بين الافغاني غونډه جوړوي.

ويل کېږي، چې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد د دغو خبرو د ناستې لپاره ټاکل شوى، خو د يوناما وياند ويلي، چې ترکمنستان يو له انتخابونو څخه دى.

ولسمشر کرزي د لېندۍ په ۲۸مه ويلي وو، چې افغان دولت د سولې له هر ډول هڅو، چې نورې موخې ونه لري، ملاتړ کوي، خو که چېرې ثابته شي او يا هم شک پيدا شي، چې دغه هڅې د نورو موخو لپاره دي؛ نو د افغانستان دولت به يې په اړه تصميم ونيسي.

د زلمي رسول د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزى د يو لوړپوړي پلاوي په ملتيا د امريکا متحدو ايالتونو ته سفر وکړي.

هغه وايي، چې په دغه سفر کې به د افغانستان او متحده ايالتونو ولسمشران د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي تړون پر سند، له بهرنيانو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغان ځواکونو پر تجهيز، د افغانستان د سولې پر پروسې، له ٢٠١٤ کال وروسته د اقتصادي مرستو پر څرنګوالي او د افغانستان، پاکستان او ايران ترمنځ په سيمه ييزو ستونزو خبرې وکړي.

دى وايي، چې د ياد امنيتي تړون پر طرحه مذاکرات پيل شوي او د دغه سفر پر مهال به دواړه ولسمشران د دغه تړون پر اصولو خبرې وکړي.

د هغه په وينا، دواړه ولسمشران به پر هغو مسايلو هم بحث وکړي، چې د دواړو هېوادونو راتلونکي اړيکې روښانوي.

د ده د څرګندونو له مخې، کله چې ولسمشر کرزى له امريکا څخه هېواد ته راستون شو، د خپل سفر جزئيات او پايلي به د ملي شورا له غړو سره شريکې کړي.

د ولسي جرګې لومړي نايب محمدظاهر قدير، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې د جرګې د رييسانو د کمېټې د پرېکړې له مخې، نننۍ غونډه استماعيه ده او وکيلان نه شي کولاى، چې له وزير څخه پوښتنې وکړي.

هغه زياته کړه: ((تر هغه، چې کرزى صاحب بېرته رانه شي، وزير صاحب نور معلومات نه لري، چې له موږ او تاسو سره يې شريک کړي.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.