ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې يوه سړي خپله مېرمن ووژله

author avatar
2 Jan 2013 - 15:34
author avatar
2 Jan 2013 - 15:34

جلال اباد (پژواک ١٣ مرغومى ٩١): چارواکي وايي، چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې يوه سړي خپله مېرمن وژلې ده.

د چپرهار ولسوال حاجي محمدصديق د مرغومي په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د يادې ولسوالۍ په ماڼو کلي کې رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، قاتل حيدر نوميږي او لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دغه کس له خپلې مېرمنې سره له پخوا څخه ناوړه چلند کاوه.

نوموړي زياته کړه، چې قاتل په تېښته بريالى شوى، خو پوليسو يې د نيولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.

د ماڼو کلي يو اوسېدونکى، چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې د حيدر مېرمنه بېګناه وه.

نوموړي زياته کړه: ((دى په خپله چرسي او شرابي و او له ښځې سره يې بد چلند کاوه.))

د هغه په وينا، حيدر چې نن سهار له خوبه پاڅېدلى، ښځې يې اوړه خېشتول او هغه پرې د خپلې تومانجې ډزې کړې او وژلې يې ده.

د يادونې ده، چې وژل شوې ښځه شاوخوا ٢٥ کلنه وه او اته اولادونه يې درلودل.

 

Visits: 903

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.