ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په حصارشاهي کې د اورګاډي سټيشن او د ګمرک لپاره نوې ودانۍ جوړيږي

په حصارشاهي کې د اورګاډي سټيشن او د ګمرک لپاره نوې ودانۍ جوړيږي

author avatar
3 Jan 2013 - 07:08
په حصارشاهي کې د اورګاډي سټيشن او د ګمرک لپاره نوې ودانۍ جوړيږي
author avatar
3 Jan 2013 - 07:08

جلال اباد (پژواک ۱۴ مرغومی ۹۱ ) : دتورخم – جلال اباد پر لویه لاره د ننګرهار په حصارشاهي سيمه کې د اورګاډي د سټيشن او د ګمرک د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دې مراسمو کې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، د کرنې او اوبو لګولو وزیر محمد آصف رحیمي، د کلیو د پراختیا وزیر ویس احمد برمک ، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل ، د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي او یو شمیر نورو چارواکیو برخه اخيستې وه.

زاخېلوال ددې پروژو ترپرانېستې وروسته دننګرهار په قصر کې له یادو وزیرانو سره دیوې ګډې خبري غونډې پر مهال وویل ، چې د حصارشاهي په صنعتي سیمه کې به په زر جریبه ځمکه کې د ګمرک ودانۍ او په پنځه سوه جریبه ځمکه کې داورګاډي سټیشن جوړ شي.

د هغه په وینا، له دې پروژو څخه به ټول هیواد او په ځانګړې توګه د ختیځو ولایتونو خلکو ته ګټه ورسیږي.

نوموړي وویل چې په لومړي پړاو کې به له دې ساحې څخه د احاطې دیوال راتاو شي او د وخت په تیریدو سره به د پروژې نور کارونه هم ترسره شي.

د مالیې وزیر د یادو پروژو د لګښت په اړه پژواک ته دیوې پوښتنې په ځواب کې معلومات ورنکړل، خو زیاته یې کړه ، چې د اورګاډي لیکه به له تورخم بندر څخه تر جلال اباده پورې وغځول شي.

ده زیاته کړه : (( دا پروژه د هیواد داقتصادي پرمختګ لپاره ډېره مهمه او حیاتي ده.))

زاخېلوال وویل، چې نن یې په ننګرهار کې د ګمرک له بېلا بېلو ودانیو څخه هم لیدنه وکړه .

هغه په دې ادارو کې د فساد خبره رد نه کړه، خو زیاته یې کړه، چې په تورخم او جلال اباد ګمرکونو کې د عصري وسایلو او ماشینونو لګولو سره د فساد مخه تر ډیره بریده نیول شوې ده.

د وزیرانو دغه پلاوي په تورخم کې د شینوارو قوم له سپین ږیرو او مشرانو سره وکتل او د دوی ستونزې یې په غور سره واورېدې.

وروسته ياد پلاوي د تورخم په ګمرک کې له هغو سکین ماشینونو څخه لیدنه وکړه، چې په دغه ګمرک کې د تجارتي مالونو د لیږد رالیږد او د مالونو د کنټرول لپاره نصب شوي دي.

زاخېلوال وایي، چې د دغو ماشینونو په مرسته د تیرو درېیو میاشتو په ترڅ کې ۱۶ انتحاري واسکټونه، ۳۰۰ میله وسلې، ۹۰۰ بوتله الکولي بیر، ۴۵۰ بورۍ ۵۰ کیلویي امونیم نایتریت بم جوړونکي مواد او ۲۶۰ بوتله الکولي مشروبات معلوم شوي او د مؤظفو کسانو له خوا نیول شوي دي.

 د مالیې وزیر وایي، دغه ماشینونه ډیرې لاسته راوړنې لري، چې تراوسه یې نږدې دوه نیم میلیونه افغانۍ د دولت بوديجې ته ګټه رسولې ده او د غیر قانوني صادراتو او وارداتو مخه يې نيولې ده.

د یادونې ده، چې دغه سفر د هغو لیدنو لړۍ ده، چې د افغانستان د ولسمشر د ۴۵ یم ګڼه فرمان پر اساس ترسره کیږي ، چې دولتي چارواکي ولایتونو ته سفر وکړي او د خلکو ستونزې له نږدې وګوري.

 

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.