هرات (پژواک، ١٤ مرغومى ٩١): د هرات چارواکي وايي، د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې پنځه وسلوال مخالفين نيول شوي دي.
د هرات د والي وياند محى الدين نوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په رباط سنګي ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان ملا بسم الله اړوند دوه کسان نيول شوي دي.
د ده په وينا، نيول شوي کسان د روان کال له لوى اختر څخه يوه ورځ مخکې د هرات ښار د ليلامي واټ د ګڼې ګوڼې په يوه ځاى کې له بايسکل څخه په استفادې د ماين چاودنه کړې وه، چې د څلورو ماشومانو په ګډون ١٦ عام وګړي په کې ټپيان وو.
د والي د وياند د معلوماتو له مخې، د هرات ښار په نهمه ناحيه کې هم دوه تنه ورانکاري نيول شوي دي.
دى وايي، دا کسان د طالبانو له لوري د دولتي او ولسي مشرانو د وژلو په موخه ګومارل شوي وو.
له بلې خوا د هرات د ملي امنيت يوه کارکوونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو يو قوماندان ملا جلال يې نيولى دى.
ده زياته کړه، ياد قوماندان د دولتي مامورينو په وژنه، په لويو لارو کې د ماينونو د ځاى پرځاى کېدو او نورو جنايي پېښو باندې تورن دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن