ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندي پوليسو پنځه افغان محصلين نيولي

هندي پوليسو پنځه افغان محصلين نيولي

author avatar
4 Jan 2013 - 10:00
هندي پوليسو پنځه افغان محصلين نيولي
author avatar
4 Jan 2013 - 10:00

کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩١): د هندوستان پوليسو د دغه هېواد په کېرالا ولايت کې پنځه افغان محصلين د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي دي.

د ټايمز اېف انډيا په نوم هندي رسنۍ د مرغومي په ١٥مه خبر ورکړى، چې دغه افغان محصلين پرون د کېرالا ايالت د کوچي ښار د ټوريزم د پوليسو له خوا په داسې حال کې نيول شوي چې دوى غوښتل په يوه هوټل کې د اوسېدو لپاره ځاى ونيسي.

د کوچي ښارد پوليسو يوه افسر ټي جي لاورنس رسنيو ته ويلي، چې دغه محصلين د افغانستان د کندهار ولايت اوسېدونکي دي او د هندوستان د بنګلور ښار په يوه خصوصي انسټيټيوټ کې زده کړې کوي.

سرچينې زياته کړې، چې دغه محصلين محمدعمر، زاهد ملک، احمد انور، شېرشاه او احمدالله نومېږي.

د پوليسو دغه افسر ويلي، چې محصلينو له ځان سره د سفر کولو لپاره پاسپورټونه يا بل هېڅ ډول قانوني اسناد نه درلودل.

هغه زياته کړې: ((دوى به تر هغې پورې خوشې نه شي، څو پورې چې د سفر قانوني اسناد وړاندې نه کړي.))

په ډيلي کې د افغانستان سفارت د معارف د قونسلۍ د محصلينو د څانګې يو تن مسوول صديق الله سحر پژواک اژانس ته د ټېلېفون په ليکه وويل چې دغو محصلينو له اسنادو پرته کوچي ښار ته سفر کړى و.

هغه زياته کړه چې دوى د پوليسو لخوا نيول بندي شوي نه دي، يواځې تر نظارت لاندې نيول شوي او کله چې خپل اسناد وړاندې کړي، نو بيرته به يې خوشې کړي.

سحر وايي چې په دوى کې څلور محصلين او يو سيلانى شامل دى.

د يادونې ده، چې د هندوستان په بېلابېلو ښارونو کې سلګونه افغان محصلين پر زده کړو بوخت دي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.