اسعداباد (پژواک ١٥ مرغومى ٩١): په کونړ ولايت کې د وسلوالو مخالفينو په بريد کې شپږ افغان سرتېري ټپي شوي دي.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرعلي د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد پرون مازديګر ناوخته شاوخوا څلور بجې د دانګام ولسوالۍ په دوبندو سيمه کې شوى دى.
هغه زياته کړه، ملي ځواکونه، چې په کې ملي اردو، ملي پوليس او د ملي امنيت سرتېري شامل وو، په يوه موټر کې ګزمې ته راوتلي وو، خو د بېرته راګرځېدو پر مهال د وسلوالو مخالفينو تر بريد لاندې راغلل.
د شېرعلي په وينا، په دغه بريد کې د ملي اردو درې، دوه ملي پوليس او يو د ملي امنيت کارمند ټپي شوي دي.
نوموړي وويل، چې ټپيان د سيمې په پوځي مرکز کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي د دغه بريد د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې دا د پاکستاني طالبانو له خوا شوى و.
وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغه بريد کې د ملي اردو او ملي امنيت قوماندانان ټپيان شوي دي.
دغه راز نوموړي ادعا وکړه، چې د دانګام پر ولسوالۍ يې هم بريد کړى او شپږ سرتېري يې وژلي، خو ځايي چارواکي دا ادعا نه تاييدوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن