کابل (پژواک١٦مرغومى ٩١): په افغانستان کې د روڼوالي په برخه کې فعال بنسټونه وايي چې دولت بايد د بودجې طرحه په ولايتونو کې د خلکو د نظرياتو تر اورېدو وروسته جوړه کړي.
دوى نيوکه کوي چې اوسمهال تر ډېره د دولت له خوا ملي بودجه په مرکز کې د انګېرنو له مخې جوړېږي او په ولايتونو کې د خلکو اړتياوې په کې تر ډېره له پامه غورځول کېږي.
د افغانستان د روڼوالي د څار ادارې او د روڼوالي لپاره د افغانانو ايتلاف په نامه دوو بنسټونو، نن د همدې موضوع پر سر د بحث لپاره په کابل کې ګډه غونډه جوړه کړې وه.
د افغانستان د روڼوالي د څار ادارې عامه اړيکو د برخې مشر محمداکرام افضلي وويل، که په ملي بودجه کې د خلکو نظريات په پام کې ونيول شي، نو دا کار له يوې خوا د بودجې د سالم لګښت لپاره ګټوره ده او له بلې خوا کولى شي د روڼوالي کچه لوړه کړي.
افضلي زياتوي، دا کار د هرې سيمې خلک په خپلو سيمو کې د پروژو په اړه خبرولى شي او همداراز هغوى کولى شي د دغو پروژو له پلي کېدو هم څارنه وکړي.
نوموړى وايي، که چېرې بودجه د خلکو د اړتياوو پربنسټ ترتيب نه شي، نو اړونده ادارې به يې په لګولو کې پاتې راشي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، ١١ وزارتونو تېر کال د خپلې پراختيايي بودجې ٥٠ سلنه نه ده لګولې.
افضلي وايي، د نننۍ ناستې موخه د متوازنې بودجې د رامنځته کولو لپاره دولت ته سپارښتنې دي.
دى وايي چې د پرمختګ لپاره په بودجه کې د انډول شتون اړين دى.
ولسي جرګې دوه اونۍ وړاندې له دې امله د راتلونکې ١٣٩٢ کال بودجه رد کړه، چې ويل يې د ولايتونو ترمنځ انډول په کې په پام کې نه دى نيول شوى.
همداراز يې جمهوري رياست ته د لوړې عادي بودجې ورکړه، د عايداتي او داسې پروژو نه شتون چې خلکو ته په کې کار پيدا شي، د دې طرحې د رد لاملونه وبلل.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال د بودجې په طرحه کې شاوخوا ١٧٠ ميليارده افغانۍ پراختيايي بودجه او ١٩٦ميليارده افغانۍ عادي بودجه په پام کې نيول شوې ده.
د دې وزارت چارواکو ويلي، چې د عادي بودجې ٥٥ سلنه له کورنيو او ٤٥ سلنه يې له بهرنيو عوايدو تمويلېږي.
د افغانستان د روڼتيا د څار ادارې مشر وويل، چې د ماليې وزارت دغه بودجه په ولايتونو کې د شته اړتياوو په برخه کې د خپلو انګېرنو له مخې ترتيب کړې ده.
د ولسي جرګې غړې شينکۍ کړوخېل چې په نننۍ ناسته کې يې برخه لرله، د ١٣٩٢ کال لپاره د ترتيب شوې بودجې طرحه له ستونزو ډکه وبلله.
کړوخېل په وزارتونو کې ټيټ ظرفيت، د پاليسيو نه شتون او ناسمې احصايي د بودجې د نه انډول لاملونه وبلل، چې له امله يې د دې په وينا، د ولسي جرګې له خوا رد شوه.
د نننۍ ناستې يوې بلې ګډونوالې، د روڼوالي لپاره د افغانانو د ايتلاف مرستيالې هوسۍ وردګ وويل، د ماليې وزارت له خوا د بودجې په طرحه کې د توکيو ژمنې د عملي کولو لپاره، چې افغان حکومت به فساد له منځه وړي، تخصيص نه تر سترګو کېږي.
وردګ همداراز د١٣٩٢ کال د ملي بودجې پر احتياطي کوډ هم نيوکې وکړې او ويې ويل، د پاليسۍ جوړونې لپاره ٨٠٠ ميليونه افغانۍ او د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره ٥٢ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
هغې وويل، چې دا پيسې دې د احتياطي کوډ له لارې ځانګړې نه شي، ترڅو يې د لګښت په اړه مسوولين ځواب ويونکي وي.
دې وويل چې د بودجې په ترتيب کې بايد حکومت د مدني ټولنې او خلکو نظرونه په پام کې ونيسي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن