ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پتنګ: شجاعي به تر يوې اونۍ پورې ونيول شي

پتنګ: شجاعي به تر يوې اونۍ پورې ونيول شي

author avatar
5 Jan 2013 - 15:55
پتنګ: شجاعي به تر يوې اونۍ پورې ونيول شي
author avatar
5 Jan 2013 - 15:55

کابل (پژواک ١٦مرغومى٩١): د کورنيو چارو وزير وايي، په اروزګان کې د لسګونو کسانو په وژنه تورن حکيم شجاعي به د روانې اونۍ په اوږدو کې ونيول شي.

د ياد ولايت د ولايتي شورا مشر ابراهيم اخندزاده د روان کال د زمري په مياشت کې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې شجاعي په دغه ولايت کې لسګونه کسان وژلي دي.

ده زياته کړې وه، چې شجاعي په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان دى او له بهرنيانو سره نږدې اړيکې لري.

د دې موضوع په اړه د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته غوښتل شوى و.

د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ د لړم په ٢٣مه ويلي و، چې د شجاعي د نيولو امر يې ورکړى او امنيتي ځواکونه به يې د يو منظم پلان له مخې ونيسي.

خو هغه نن وويل، شجاعي ځکه تر اوسه نه دى نيول شوى؛ چې له اروزګان څخه د غزني سرحدي سيمو ته تللى دى.

ده وويل، چې د کورنيو چارو وزارت کشفي ارګانونو د شجاعي ځاى په نښه کړى او د روانې اونۍ په اوږدو کې به ونيول او د پلټنو لپاره به لويې څارنوالى ته وسپارل شي.

پتنګ څه موده مخکې ويلي و، چې شجاعي پوليس نه دى.

په ياده جرګه کې د اروزګان استازي عبيدالله بارکزي وويل، چې شجاعې د غزني د اجرستان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى، خو په ١٣٨٨ کال کې اروزګان ته تللى دى.

دى وايي، چې په تېرو درېيو کلونو کې شجاعي د سپين ږيرو په ګډون ١٢١ تنه وژلي او وسلوالې غلاوې يې هم کړې دي.

هغه زياته کړه: ((شجاعي په اروزګان کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نه شي کېداى ځکه هغه د غزني ولايت دى او بايد هلته په سيمه ييزو پوليسو کې شامل واى.))

په ياده جرګه کې د لوګر استازي صاحب خان د کورنيو چار وزير ته په خطاب کې وويل: ((د شجاعي او د ده په شان کسانو ملاتړ له ارګ څخه کېږي، که تاسو يې نه شئ نيولى نو بيا يې موږ ته پرېږدئ، چې موږ له ارګ سره ډغرې ووهو.))

خو په ياده جرګه کې د غزني استازي علي اکبر قاسمي د کورنيو چارو پر وزير نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د شجاعي په اړه بايد لومړى څېړنې بشپړې شوې واى او بيا يې د نيولو امر ورکړل شوى واى.

دى وايي، چې شجاعي په برخه کې قومي او سمتي برخورد کېږي، که نه نو په اروزګان کې يو شمېر نور کسان هم شته، چې په ګروپي ډول يې خلک وژلي دي.

شجاعى هزاره توکمى دى.

په ياده جرګه کې د اروزګان استازي عبيدالله بارکزي وايي، چې د شجاعي موضوع قومي اړخ ځکه نه لري، چې اتلس تنه هزارګانو هم پرې عريضي کړې دي.

ده زياته کړه: ((موږ وکيلان بايد د مظلوم څنګ ته ودريږو نه د ظالم څنګ ته.))

په ياده جرګه کې د غزني بل استازي عبدالقيوم سجادي هم وويل، چې د شجاعي موضوع په هغه حد کې نه ده، چې په اړه يې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې بحث وشي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.