ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خبريالې ډېوې طلاق واخيست

خبريالې ډېوې طلاق واخيست

author avatar
6 Jan 2013 - 15:48
خبريالې ډېوې طلاق واخيست
author avatar
6 Jan 2013 - 15:48

جلال اباد (پژواک ١٧ مرغومى ٩١): د ننګرهار اوسېدونکې ډيوې، چې له خپل خاوند څخه يې د طلاق اخيستو عريضه کړې وه او د محکمې د قاضي له خوا ورڅخه د پيسو او يا واده کولو غوښتنه شوې وه، نن يې له خپل خاوند څخه طلاق واخيست.

د ډيوې قضيه تېره مياشت وروسته له هغه رابرسېره شوه، کله چې بي بي سي د هغه قاضي غږ خپور کړ، چې له ډيوې يې د هغې په حق کې د پرېکړې کولو لپاره د پيسو او يا هم له ډيوې سره د واده کولو غوښتنه کړې وه.

د يادې قضيې په اړه د استيناف غونډه نن په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه، چې په کې ډېوه، د هغې خاوند او قاضيانو برخه اخيستې وه.

قاضيانو په اړه د بندې دروازې تر شا پرېکړه وکړه او ډېوه په دې بريالۍ شوه چې له خپل خاونده شرعي طلاق واخلي.

ډيوه، چې اصلي نوم يې صحيفه دى، د قاضيانو له خونې تر وتو وروسته، په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې وې، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هره ورځ ورته له بېلابېلو خواوو ګواښونه کېږي.

هغې زياته کړه: ((هر ځل چې راته زنګ راځي راته ويل کېږي چې تا د ټولو قاضيانو دښمني اخيستې او هېڅکله به دې ژوندۍ پرې نه ږدو.))

د ډيوې په وينا، په هر ګواښ کې ورته ويل کېږي چې د ژوند ډېرې کمې شپې او ورځې يې پاتې دي.

نوموړې وويل: ((خاوند خو مې مخکې په جار ويل او نن يې هم د قاضيانو په مخکې وويل، چې ما له خلکو سره نامشروع اړيکې نيولې، خو هېڅ ثبوت يې وړاندې نه کړ.))

ډيوې د استيناف محکمې له ټولو کارکوونکو خوښي وښوده چې د دې د طلاق مسئله يې په ډېرې اسانۍ سره ورته هواره کړه.

د ډيوې خاوند، چې د نوم له ښودو يې ډډه وکړه، پژواک اژانس ته وويل، چې ډيوې له بېلابېلو دفترونو سره کار کاوه او داسې ثبوتونه په لاس ورغلي وو، چې له خلکو سره يې ناروا اړيکې لرلې.

هغه زياته کړه: ((ما هسې هم طلاق ورکاوه، خو د دې وکيل ورته ويلي وو چې نامزاد دې طلاق نه درکوي، نو ځکه مسئله ډېره لويه شوه.))

نوموړي د نامشروع اړيکو په اړه کوم کره ثبوت وړاندې نه کړ، خو وويل: ((زه نه شم کولى چې هر څه ووايم.))

په استيناف محکمه کې يوې باوري سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې له ډيوې څخه د واده تقاضا کوونکى قاضي ظهورالدين سياسي پاسپورټ لاره او له هېواده بهر امريکا ته تللى دى.

د ننګرهار د استيناف محکمې رييس قضاوت پوه فضل هادي فاضل پژواک اژانس ته وويل، چې سترې محکمې قاضي ظهورالدين له دندې ګوښه کړى او بيا محکمې ته نه دى راغلى.

هغه زياته کړه: ((زه يې په اړه نور معلومات نه لرم.))

له قاضي ظهورالدين سره يو ځاى د ډيوې په قضيه کې د رشوت غوښتو په تور دويم نوم د قاضي روحاني هم ياد شوى دى.

د قاضي روحاني د برخليک په اړه د ننګرهار د استيناف محکمې رييس وايي، چې هغه يې بل ولايت ته تبديل کړى دى.

دا چې ولې قاضي ظهورالدين د يادو غوښتنو له امله نه محاکمه کېږي، قضاوت پوه فاضل پژواک ته وويل: ((تر اوسه ډيوې موږ ته عريضه نه ده کړې او که يې چېرې وکړه، نو موږ به يې د محکمې تر مېز پورې راولو))

نوموړى زياتوي، چې که قاضي ظهورالدين محاکمه کېږي نو ډيوه به ورسره سمه محاکمه کېږي ځکه چې رشوت ورکوونکى او اخيستونکى دواړه د سزا مستحق دي.

خو د يادونې ده، چې ډيوې نن هم رسنيو ته د خبرو پر مهال د قاضي ظهور د محاکمې غوښتنه وکړه.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.