ترينکوټ (پژواک ١٧ مرغومى ٩١): په اروزګان ولايت کې د ماين چاودنې له امله درې امنيتي سرتېري او يو عام وګړى وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمداسلم د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون د ترينکوټ او خاص اروزګان ولسوالۍ ترمنځ په لويه لاره د چکه جو په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې چاودنه د امنيتي ځواکونو پر اکمالاتي موټر شوې، چې له امله يې د ملي امنيت دوه سرتېري، يو پوليس او يو عام وګړى وژل شوي دي.
اسلم وايي، چې په پېښه کې دوه پوليس تپيان شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د دغه ولايت د ملي امنيت رييس ډاکټر خان محمد ياده چاودنه تاييدوي، خو زياتوي چې په مړو او ټپيانو کې د ملي امنيت کارکوونکي نشته.
وسلوالو طالبانو د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى يو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې اوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
خو ځايي چارواکي دا خبره ردوي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن