کابل(پژواک ١٨مرغومى٩١): ولسمشر حامد کرزی د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د يو رسمي درې ورځني سفر په موخه د امریکا متحده ایالتونو ته روان شو.
د ولسمشر د وياند د دفتر د معلوماتې له مخې، حامد کرزى او ورسره پلاوى نن له غرمې مخکې له کابل څخه د امريکا متحده ايالتونو پلازمېنې واشنګټن ته روان شو.
د ولسمشر وياند ايمل فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې سفر کې به د افغانستان ولسمشر د امریکا متحده ایالتونو له ولسمشر بارک اوباما او د هغه هېواد له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره په جلا جلا ډول کتنې او خبرې وکړي.
دى وايي، چې د امنیتي، سياسي او اقتصادي مسوولیتونو د لېږد اړوند مسائل، د افغانستان د امنیتي ځواکونو تجهیز او پیاوړتیا، د سولې بهیر او د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي موافقتنامې په اړه خبرې، به ددې کتنو اصلي محورونه وي.
هغه وايي، چې د اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو تر څنګ د دواړو لوريو د وزيرانو په کچه هم تر سره شي.
دى وايي، چې په دې سفر کې به د قدرت د سياسي لېږد ( راتلونکيو ولسمشريزو ټاکنو) تر څنګ د اقتصادي مسووليتونو د لېږد په اړه هم خبرې وشي.
ده وويل، چې د اقتصادي مسووليتونو له لېږد څخه موخه دا ده چې له افغانانو سره به ټولې مرستي د افغان دولت له لاري کيږي .
ايمل فيضي زېاته کړه، چې په ياد سفر کې به د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي تړون پر جزياتو بحث وشي.
خو ده هغه ګونګوسي رد کړې، چې ګويا د ولسمشر د دغه سفر موخه له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليکول دى.
فيضي وايې، له امريکا سره امنيتي تړون لاسليکول د ملي حاکميت او ملي ګټو د تامين په برخه کې يوه مهمه موضوع ده او په کارده چې په دي اړه زياتي خبري او بحثونه وشي، ترڅو په دغه تړون کې د افغانستان ګټو ته لومړيتوب په پام کې ونيول شي.
د ولسمشر وياند وويل، چې په دې سفر کې به په قطر کې د سولې د خبرو په موخه د دفتر پر جوړېدو هم خبرې وشي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې ولسمشر حامد کرزى به واشنګټن ته تر رسيدو وروسته، په لومړى ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له چارواکيو ، په دويمه ورځ د دې هېواد د دفاع وزارت له چارواکيو او په درېيمه ورځ د ولسمشر بارک اوباما سره په سپينه ماڼۍ کې وګوري.
فيضي وايي، چې د سفر په درېيمه ورځ به افغان ولسمشر د جورج ټون په پوهنتون کې له ٢٠١٤کال وروسته د افغانستان او امريکا ترمنځ د اړيکو د څرنګوالي په اړه وينا وکړي .
د هغه د څرګندونو له مخې، کرزى به په دغه وينا کې په افغانستان کې له ٢٠١٤کال څخه وروسته د حالاتو پر څرنګوالي هراړخيزې خبري وکړي.
دغه راز د سرچينې د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې حامد کرزی په دې سفر کې د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت د لوی رئیس اسدالله خالد چې د امریکا په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی، پوښتنه وکړي.
د ولسمسر د وياند د دفتر د معلوماتو له مخې ، د هېواد له جمهور رئیس سره په دې سفر کې، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین ربانی، د امنیتي مسؤولیتونو د انتقال د کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم ملتیا کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن