لښکرګاه (پژواک ٢٣ مرغومى ٩١): هلمند ولايت کې د ځينو امنيتي پېښو له امله لسو تنو ملکي وګړو او د دولت وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولايت مقام له خوا د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ په اړوند سيمو كې ملي پوليسو عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې دوه وسلوال مخالفين وژل شوي، پنځه ټپيان او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د دغو عملياتو پر مهال پوليسو درې موټرسايكل او دوه ميله كلاشينكوفونه هم ترلاسه كړي او زياتوي چې پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون په نادعلي ولسوالۍ كې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې يوه نهه کلنه نجلۍ وژل شوې او دوه نور ولسي وګړي ټپي شوي دي.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د دغه ولايت امنيه قومانداني وايي، چې پوليسو په نهر سراج ولسوالۍ کې ٢٠٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د لښکرګاه ښار اړوند دوکانونو کې اور لګېدلى، چې له امله يې يو شمېر دوکانونه سوځېدلي او خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
عيني شاهدان وايي، چې د خياطۍ په يوه دوکان کې د اوتو د شارتۍ له امله اور لګېدلى چې له امله يې يو شمېر غرفې سوځېدلې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن