ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني پوليس اوس هم افغانان ځوروي

پاکستاني پوليس اوس هم افغانان ځوروي

author avatar
13 Jan 2013 - 15:58
پاکستاني پوليس اوس هم افغانان ځوروي
author avatar
13 Jan 2013 - 15:58

جلال اباد (پژواک ٢٥ مرغومى ٩١): پاکستان ته تلونکي يو شمېر افغانان شکايت کوي چې د کارخانو مارکېټ او پېښور ښار ترمنځ سيمو کې د پوليسو له خوا ځورول کېږي.

دوى وايي، چې اوس يې پاکستان او افغانستان ته تګ راتګ اسانه شوى خو بيا هم د تېر په څېر په ياده سيمه ترې پوليس پيسې اخلي.

د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اوسېدونکى احمدنبي، چې خپله مور يې پېښور ته د درملنې لپاره بيولې وه، د مرغومې په ٢٤مه په تورخم کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د پاکستان پوليس هغه افغانان، چې ويزه نه لري، ځوروي يې او پيسې ترې اخلي.

نوموړي زياته کړه: ((هماغه پخوانۍ کيسه اوس هم روانه، پوليس درته بهانه جوړوي او پيسې درڅخه اخلي.))

دى زياتوي، چې په پېښور ښار کې پوليسو ونيو او د يونيم سل کلدارو په ورکولو سره يې بېرته پرېښود.

ناديه، چې له اسلام اباد څخه بېرته هېواد پر لاره وه، پژواک اژانس ته وويل، يواځې د پېښور تر ښاره د کارت او پاسپورټ پوښتنه نه کوي، خو له پېښوره نورو ښارونو ته له پاسپورټ پرته د تګ اجازه نه ورکوي.

هغې زياته کړه: ((په پېښور کې د سپېشل په نوم يوه اداره ده، چې پاکستان ته ورغلي افغانان راجستر کوي، خو چې د سپېشل برانچ ټاپه په پاسپورټ نه وي لګېدلې، پيسې درنه اخلي.))

نوموړې وايي، ډېرى خلک بې پاسپورټه اوړي، که چېرې د پوليسو په نظر ورشي پيسې ترې اخلي.

وسيم هم ورته خبره کوي او وايي، په پېښور کې چې کله په پاسپورټ سپېشل برانچ مهر وهي، نو ډېر يې ځوروي.

دى وايي، چې که چېرې د سپېشل برانچ دفتر هم په تورخم کې واى نو بيا به څه ستونزه نه وه.

هغه زياته کړه: ((زموږ مشران بايد له هغوى غوښتنه وکړي، ځکه ترڅو چې د سپېشل برانچ دفتر ته ځې شل ځايه درنه پيسې اخلي.))

په افغاني تورخم کې د کميسارۍ مرستيال سمونيار نثاراحمد پژواک اژانس ته وويل، چې په تورخم کې پخوانۍ ټولې ستونزې له منځه تللې او خلکو ته تګ راتګ ډېر اسانه شوى دى.

هغه زياته کړه: ((د پاکستاني پوله ساتونکو له مشرانو سره مو خبرې کړې او ستونزه د خبرو له لارې هواره شوې ده.))

دى وايي، څه موده وړاندې پاکستاني پوله ساتونکو غوښتل، چې په تورخم کې يوه دروازه ولګوي خو دوى يې مخالفت وکړ.

د يادونې ده، چې د پاکستان مرکزي حکومت تېره اونۍ د خيبر پښتونخوا ايالت حکومت ته د يوه مکتوب له لارې سپارښتنه کړې وه، چې افغان کډوال دې نه ځوروي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.