ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په يو ويډيويي پيغام کې خالد د خپلې روغتيا ډاډ ورکړ

په يو ويډيويي پيغام کې خالد د خپلې روغتيا ډاډ ورکړ

author avatar
13 Jan 2013 - 18:16
په يو ويډيويي پيغام کې خالد د خپلې روغتيا ډاډ ورکړ
author avatar
13 Jan 2013 - 18:16

کابل ښار (پژواک ٢٤ مرغومى ٩١): د ملي امنيت لوى رييس اسدالله خالد په يو ويډيويي پيغام کې ويلي، چې روغتيايي حالت يې ورځ تر بلې ښه کېږي او ژر به خپلې دندې ته ستون شي.

له ارګ څخه د مرغومي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې يوه ويډيو کې په خپله اسدالله خالد وايي، چې روغتيايي حالت يې تر پخوا ډېر ښه شوى او ټول عمليات يې په برياليتوب ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، لاسونه او پښې يې، چې د ژورو ټپونو له امله يې حرکت نه شوى کولى، اوس پوره ښه شوي دي او حرکت کوي.

نوموړي زياته کړې، په لاسونو کې يې سيخونه وو، چې هغه هم اوس وېستل شوي او ټپونه يې په چټکۍ مخ په ښه کېدو دي.

خالد وايي: ((له هغو ټولو څخه مننه کوم، چې له ما سره يې خواخوږي ښودلې او دعاګانې يې راته کړې دي؛ زه ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم، چې روغتيايي وضعه مې ساعت په ساعت ښه کيږي.))

نوموړي دغه راز له ولسمشر کرزي او نورو چارواکو څخه هم مننه کړې، چې د ده د ښې درملنې په موخه يې هڅې کړي او له امريکايي ډاکټرانو او چارواکو څخه يې هم خوښي ښودلې، چې د ده يې قدر کړى او په درملنه کې يې له هېڅ هڅې درېغ نه دى کړى.

 اسدالله خالد د تېرې ليندۍ مياشتې په ١٦مه نېټه په خپل مېلمستون کې، چې د کابل ښار د تايمني په اتم سړک کې دى، په يوه ځانمرګي بريد کې ټپي شو، چې له لومړنيو درملنو وروسته امريکا ته ولېږدول شو او دا مهال هلته تر درملنې لاندې دى.

Visits: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.