ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د سيداباد په پېښه کې ٤ وسلوال او ٧ عام وګړي وژل شوي

چارواکي: د سيداباد په پېښه کې ٤ وسلوال او ٧ عام وګړي وژل شوي

author avatar
13 Jan 2013 - 09:09
چارواکي: د سيداباد په پېښه کې ٤ وسلوال او ٧ عام وګړي وژل شوي
author avatar
13 Jan 2013 - 09:09

کابل (پژواک ٢٤ مرغومى ٩١): د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې د سيداباد ولسوالۍ په پېښه کې څلور وسلوال مخالفين او اووه عام وګړي وژل شوي دي.

د دغه ولايت د مقام له خوا د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره شپه په دوه بجې افغان او ايساف ځواکونو د سيداباد د تنګي سيمې په تيمورخېلو او حسن خېلو سيمو کې عمليات ترسره کړل.

سرچينې زياته کړې، چې د دغو عملياتو پر مهال د حسن خېلو په سيمه کې وسلوالو مخالفينو پر ګډو ځواکونو بريد وکړ، چې په ځوابي بريد کې يې څلور تنه ووژل شول او د تيمورخېلو په سيمه کې د صديق الله په نوم يو وسلوال ژوندى ونيول شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې وژل شوي وسلوال په يوه جومات کې پټ او ځانمرګي واسکټونه يې هم اغوستي وو، چې په چاودنه کې يې ياد جومات هم زيانمن شوى دى.

سرچينه زياتوي، کله چې د سيمې خلک نن سهار شپږ بجې په ياده پېښه کې د وژل شوو کسانو په را ايستو بوخت وو، نو دويمه چاودنه رامنځته شوې، چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون اووه ملکي وګړي وژل شوي او يو ټپي دى.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي، چې د پېښې د څرنګوالي معلومولو او څېړنو په موخه د ولايت د اداري رييس په مشرۍ يو پلاوى سيمې ته لېږل شوى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ياد پلاوى به ژر تر ژره خپلې څېړنې بشپړې او د ولايت مقام ته به يې وسپاري.

د ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د ملکي کسانو مرګ ژوبله که د هر چا له لوري وي غندي او په ياده پېښه کې د وژل شوو عامو وګړو کورنيو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې يواځې څو وسلوال وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې دوى په يادو عملياتو کې له هوايي ځواک څخه ګټه نه ده اخيستې او د وسلو يوه زېرمه يې هم کشف کړې ده.

ځايي اوسېدونکي بيا وايي، چې ايساف ځواکونو ملکي وګړي په نښه کړي او ګڼه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

د حسن خېلو سيمې يوه اوسېدونکي عبدالغفار پژواک اژانس ته وويل، چې ايساف ځواکونو پر يوه جومات په داسې حال کې عمليات کړي، چې خلک د لمانځه لپاره ورغلي وو.

هغه زياته کړه، کله چې تر بمبار وروسته خلک د مړو را ايستلو ته ورغلل نو پر هغوى هم عمليات ترسره کړل او مرګ ژوبله يې ورته واړوله.

نوموړي ادعا وکړه، چې په دغو عملياتو کې تر ١٤ تنو پورې عام وګړي وژل شوي او شاوخوا ٢٠ تنه نور ټپيان دي.

د جاوېد حسني په نوم د سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې امريکايي ځواکونو د شپې دوولس بجې په حسن خېلو کلي کې عمليات پيل کړل چې تر سهاره پورې يې دوام درلود.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې د ګڼ شمېر کورنيو غړي وژل شوي او ټپيان دي.

نوموړى وايي، چې په دې پېښه د سيمې د يوه اوسېدونکي، حاجي قدوس مېرمن، زوى او لمسى او دغه راز د لېسې يو ښوونکى مزمل له خپلو دوو زامنو سره وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ټپيان د سيداباد د شنيز روغتون ته لېږدول شوي دي.

راپورونه وايي، د سيداباد ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي، چې د وژل شوو کسانو جسدونه هم ورسره دي، د احتجاج په توګه د ولايت مقام او په کابل کې د ولسي جرګې په لوري را روان دي.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا رييس شېرشاه بازون پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته ديادې پېښې په اړه ضد او نقيض راپورونه رارسيدلي دي.

هغه زياته کړه، ځينې خلک وايي چې هلته بمبار شوى، نور وايي چې چاودنه شوې او ځينې وايي چې ايساف ځمکني عمليات ترسره کړي دي.

د نوموړي په وينا، دوى هم د وسلوالو او عامو وګړو له مرګ ژوبلې خبر دي، خو کره معلومات نه لري.

وسلوالو طالبانو هم ويلي، چې بهرنيو ځواکونو په سيداباد کې عام وګړي وژلي دي.

 

Visits: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.