ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار دولتي ادارې د برېښنا رياست يو ميليارد افغانۍ پوروړې دي

د ننګرهار دولتي ادارې د برېښنا رياست يو ميليارد افغانۍ پوروړې دي

author avatar
15 Jan 2013 - 21:50
د ننګرهار دولتي ادارې د برېښنا رياست يو ميليارد افغانۍ پوروړې دي
author avatar
15 Jan 2013 - 21:50

جلال اباد (پژواک ٢٥ مرغومى ٩١): د ننګرهار د برېښنا رييس وايي، چې د ننګرهار پر يو شمېر دولتي ادارو د برېښنا شرکت شاوخوا ٨٠٠ ميليونه افغانۍ د برېښنا بېل جمع شوى او لا هم قرضداره دي.

محب الرحمن مومند د ننګرهار د برېښنا رييس د مرغومې په ٢٥مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د ولايت مقام په ګډون ډېرى رياستونه د برېښنا د رياست له ٨٠٠ ميليونو افغانيو څخه زيات قرضداره دي، چې په ورکولو کې يې تر اوسه هم پاتې راغلي دي.

هغه زياته کړه: ((ځينو رياستونو چې له موږ سره باقي دار دي، هغوى خپل حسابونه يو څه راکم کړي او ځينو يې خپل قرضونه بېخي صفر کړي هم دي خو ځيني يې هېڅ احوال نه اخلي.))

نوموړى وايي، چې د مخابراتو، فوايد عامې او د کليو پراختيا هغه رياستونه دي چې د برېښنا په اړه يې خپل حسابونه پاک کړي دي.

مومند وويل، کومو رياستونو چې د برېښنا پيسې يې نه دي ورکړي، لګښتونه يې ډېر دي، خو د برېښنا لپاره يې ځانګړې شوې بوديجه کمه ده.

د ننګرهار د برېښنا د بېلګې په توګه وويل، چې ښاروالي ١٠٥ ميليون افغانۍ، د کانال رياست ٤٦٠ ميليون افغانۍ او د عامې روغتيا رياست ٢٢ ميليونه افغانۍ پوروړى دي.

د هغه په وينا، د ولايت مقام يې هم پوروړى دى، خو کره شمېره يې ونه ښوده.

محب الرحمن مومند وايي، که چېرې ياد قرضونه د ننګرهار د برېښنا رياست ته وسپارل شي نو د برېښنا د رياست کارونه به نور هم پراخ شي او ټولو ننګرهاريانو ته به کور په کور برېښنا ورسېږي.

هغه زياته کړه: ((ما مخکې هم له ولايت او ولايتي شورا سره دغه خبره شريکه کړې وه چې د برېښنا رياست د پرمختګ لپاره بايد ياد رياستونه خپلې باقيداري خلاصه کړي.))

د برېښنا د رييس په وينا، په دې برخه کې تر اوسه پورې يواځې څو رياستونو جدي ګامونه پورته کړي مګر نور هېڅ چا کوم کار نه دى کړى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى هم تاييدوي چې د ننګرهار د برېښنا رياست ولايت مقام ته وړانديز کړى چې پاتې پورونه دې ورکړل شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې والي ګل اغا شېرزي د رياستونو رييسانو ته هدايت کړى چې په دې برخه کې دې د برېښنا له شرکت سره خپله حسابي پاکه کړي.

دى وايي، چې پر ځينو سکتوري رياستونو باندې د برېښنا رياست قرضداري پاتې ده، چې دا د مستقلو وزارتونو دويمي واحدونه دي، دوى خپله بوديجه لري او هغه ستونزه د وزارتونو نه حليږي.

عبدالزي ومنله، چې د ولايت مقام هم د برېښنا شرکت پوروړى دى او ژمنه يې وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به يې ادا کړي.

خو د ننګرهار د کانال رياست چې ٤٦٠ ميليونه له برېښنا شرکت پوروړى دى، دا پېسې نه مني او له مرکزي حکومت څخه ديوه پلاوي له لوري د کره پلټنې غوښتنه کوي.

د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل پژواک ته وويل چې ددرونټې برېښنا په لومړي سر کې د کانال رياست لپاره جوړ شوى و، خو وروسته چې برېښنا ددوى له اړتيا زياته شوه، نو ښاريانو ته يې ورکړه.

د نوموړي په وينا، اوس چې دوى ته کومه برېښنا ورکړل شوې، په دوو لويو ميټرونو کې د سيمې اوسېدونکي هم شريک دي ، خو  بل يې يو رالېـږل کېږي او پر دوى يې زياتې پيسې حساب کړې دي.

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې ننګرهار ولايت ته د نغلو دوولس مېګاواټه برېښنا را انتقال شوې او د توزېع کار يې دوام لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.