ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان سترې محکمې د لومړي وزير د نيولو حکم وکړ

د پاکستان سترې محکمې د لومړي وزير د نيولو حکم وکړ

author avatar
15 Jan 2013 - 14:37
د پاکستان سترې محکمې د لومړي وزير د نيولو حکم وکړ
author avatar
15 Jan 2013 - 14:37

اسلام اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): د پاکستان سترې محکمې د انرژۍ په يوه قرارداد کې د فساد په تور د لومړي وزير راجا نادر پروېز اشرف د نيولو حکم کړى دى.

دغه حکم د پاکستان د سترې محکمې د رييس په مشرۍ د قاضيانو درې کسيزې جرګګۍ نن (د مرغومي ٢٦مه) کړى دى.

د راپورونو له مخې، په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې حکومت په کرايه باندې د برېښنا د سب سټېشنونو د پېرلو په يوه قرارداد کې اختلاس کړى و او دوسيه يې له تېرو څو مياشتو راهيسې سترې محکمې څېړله.

سرچينې زياته کړې، چې سترې محکمې نن د دې قضيې خپله پرېکړه اعلان کړه او د لومړي وزير راجا نادر پروېز اشف په ګډون يې د ١٦ کسانو د نيولو حکم کړى دى.

سترې محکمې امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې د لومړي وزير په ګډون ياد کسان په ٢٤ ساعتونو کې ونيسي او محکمې ته دې حاضر کړي.

سترې محکمې په داسې حال کې دغه حکم کړى، چې لسګونه زره کسان له تېرې شپې راهيسې د پاکستان د پارلمان مخې د احتجاج په توګه راټول شوي او د حکومت د ړنګولو غوښتنه کوي.

د يادونې ده، تر دې مخکې په يوه بله دوسيه کې د پاکستان سترې محکمې پخوانى صدر اعظم سيد يوسف رضا ګيلاني هم له دندې ګوښه کړى و.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.