ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کمپنيو له خوا ډاکترانو ته د بهر سفرونو په طبابت کې فساد رامنځته کړى

د کمپنيو له خوا ډاکترانو ته د بهر سفرونو په طبابت کې فساد رامنځته کړى

author avatar
15 Jan 2013 - 14:28
د کمپنيو له خوا ډاکترانو ته د بهر سفرونو په طبابت کې فساد رامنځته کړى
author avatar
15 Jan 2013 - 14:28

جلال اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وايي، چې د درملو ځينې کمپنۍ ډاکټران د چکر لپار بهر هېوادونو ته بيايي او په دې سره يې د طبابت په برخه کې فساد ته لاره هواره کړې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د مرغومې په ٢٦مه پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د درملو يو شمېر شخصي کمپنۍ د دې لپاره، چې ډاکټران يې درمل ناروغانو ته توصيه کړي، په بدل کې يې بهرنيو هېوادونو ته د چکر په موخه لېږي.

نوموړي زياته کړه: ((دا کمپنۍ د رشوت په ډول ډاکټران د چکر په موخه بهر هېوادونو ته لېږي، چې ټول زور يې له ناروغانو څخه وځي.))

د هغه په وينا، د کمپنيو له خوا دغو سفرونو او نورو مکافاتو په طبابت کې فساد ته لار هواره کړې او د درملو کمپنيو يو شمېر ډاکټران په بيه اخيستي دي.

شېرزدا وايي، که چېرې بيا هم ياد عمل تکرار شو، نو له ډاکټرانو او دغه راز د درملو د کمپنيو له مسوولينو سره به قانوني چلند وکړي.

ده وويل: ((هېڅ ډاکټر وروسته له دې نه شي کولى، چې بهر سفر ته پرته د عامې روغتيا رياست له اجازې ولاړ شي.))

نوموړى پر ډاکټرانو هم نيوکه وکړه، چې د طبابت اخلاق نه مراعتوي او په وار وار يې ډاکټرانو ته لارښوونې کړې، خو بيا يې هم د بداخلاقۍ راپورونه ورته رسېږي.

د شېرزاد په خبره، په دې وروستيو کې يې يوه ځانګړې کمېټه هم جوړه کړې او هر ډاکټر چې له ناروغ سره بد چلند وکړي، د هغه په اړه به پرېکړه وکړي.

د هغه په وينا، د بداخلاقۍ له وجې يې تر اوسه درې ډاکټران له دندو ګوښه کړي، دغه راز څه موده وړاندې د غني خېلو په روغتون کې يوې قابلې له ناروغ څخه پيسې اخيستې وې، چې له امله يې له دندې ګوښه کړې ده.

دا چې يو شمېر سوداګر خوراکي توکي را واردوي او شکايت کوي، چې د عامې روغتيا رياست ترې د يو سمپل پر ځاى دوه اخلي، په اړه يې د عامې روغتيا رييس وويل، چې دوه سپملونه ځکه اخلي، چې يو يې شاهد سمپل وي او دويم يې دوى معاينه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((شاهد سمپل زموږ سره وي او د معاينې لپاره، چې کوم سمپل خلاصيږي د سوداګرو حق دى، چې خپل سمپل بېرته واخلي.))

د ده په خبره، خو سوداګرو په خپله خوښه ورته اجازه ورکړې، چې پاتې سمپلونه دې پر بېوزلو ووېشي، چې دوى يې په روغتون کې بې تنخوا کارګرو ته ورکوي.

ډاکټر شېرزاد ننګرهار ته د بې کيفيته درملو د را واردېدو خبره هم کوي او وايي، چې له ګڼو شرکتونو څخه يې بې کيفيته درمل نيولي دي.

دى وايي: ((تېره ورځ مو هم څو قلمه بې کيفيته درمل نيولي دي او همدارنګه په ځينو نورو درملتونونو کې هم موجود وو، چې هغه مو هم ونيول.))

شېرزاد له سرحدي پوليسو او ګمرکي مامورينو غواړي، چې د بې کيفيته درملو په مخنيوي کې دې له دوى سره مرسته وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.