ميمنه (پژواک ۲۷ مرغومی ۹۱): د فارياب ولايت د کانونو رييس له خپلو دوو کارکوونکو سره وتښتول شو، خو چلوونکى يې وژل شوى دى.
د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل وايي، چې د کانونو رييس انجنير شاه ولي تېر ماښام له اندخوی ولسوالۍ نه ميمنې ښار ته پر لاره و، چې د وسله والو طالبانو له لوري په قرم قل ولسوالۍ کې وتښتول شو.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د لويې لارې پر سر ګومارل شوي امنيتي ځواکونه خپلو پوستو کې وو او طالبانو له دغه فرصت نه په استفادې د کانونو رييس له دوو کارکوونکو سره نيولى دی.
ملاخېل زياته کړه، چې چلوونکي د طالبانو له امر نه سرغړونه کړې او د موټر په نه درولو هغوى پرې ډزې کړې، چې له ټپي کېدو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
سرچينې زياته کړه، د سيمې خلکو راپور ورکړى چې ياد طالبان لس تنه وو او د کانونو رييس يې له دوو تنو نورو سره په موټرسايکلونو نامعلوم لوري ته بيولي دي.
د قرم قل ولسوال عبدالواحد ناصري وايي، چې د کانونو رييس د دې ولسوالۍ په ځنګل سيمه کې تښتول شوی او دوی هڅه کوي، چې د سيمې د سپين زيږو په منځګړيتوب درې واړه د طالبانو له بنده راخوشي کړي.
د ويلو ده، چې نهه ورځې وړاندې هم د بشري مرستو د همغږۍ موسسې (CHA) اړوند د سوواده زده کړو درې ښوونکي او يو موټروان د فارياب په پښتون کوټ ولسوالۍ کۍ د وسلوالو مخالفينو له لوري وتښتول شول، چې لا هم د هغوی په ولکه کې دي.
وسله والو مخالفينو لا تر اوسه د دې دوو تښتونو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن