کابل(پژواک٢٧مرغومى٩١): په هېواد کې د سولې رامنځته کېدو په موخه له هېواده بهر په دوبۍ کې دوه ورځنۍ ناسته پيل شوې ده.
د ملي ايتلاف وياند فضل الرحمن اوريا د مرغومي په ٢٧مه، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، په دغې ناسته کې د افغانستان د يو شمېر سياسي ګوندونو، سياسي ايتلافونو، وسله والو طالبانو، مدني ټولنې، ملګرو ملتونو او د افغانستان د حکومت استازي ګډون لري.
ده زياته کړه، دغه ناسته په دوبۍ کې ترسره کېږي او ټاکل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.
اوريا وايي: ((په ياده ناسته کې د پاريس غونډې په پرتله د وسله والو طالبانو په نظر کې يو څه نرمښت ليدل کيږي.))
د پاريس په شانټيلي (Chantilly) ښار کې د فرانسې د ستراتيژيکو څېړنو د ادارې له خوا د تېرې ليندۍ مياشتې په وروستيو کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې د هېواد ښکېلو اړخونو په کې ګډون درلود.
د ملي ايتلاف د وياند په وينا، د دوبۍ ياده ناسته د پګ واش (Pagwash) په نوم د يوه نړيوال سازمان په نوښت جوړه شوې ده.
د ياد کنفرانس يوه ګډونوال د نوم نه ښودو په شرط د ټېلېفون په ليکه پژواک ته وويل، د ياد سازمان په نوښت دا دويمه ناسته نن سهار پيل شوې ده.
د سرچينې په وينا، په دغه کنفرانس کې د بېلا بېلو استازو له خوا په هېواد کې د سولې او ټيکاو د رامنځته کېدو پر لارو چارو بحث کيږي.
سرچينې زياته کړه، دغه سازمان تېر کال د سپټمبر په ٢١مه هم ورته غونډه په دوبۍ کې جوړه کړې وه، خو د ګډونوالو شمېر يې محدود و.
د ده په خبره، په دغې غونډه کې د سولې عالي شورا غړي، ملي ايتلاف، وسله والو طالبانو، حزب اسلامي استازي او د سياسي چارو يو شمېر شنونکو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
سرچينې د وسله والو طالبانو له استازو پرته د يو شمېر نورو ګډونوالو نومونه په لاندې توګه په ګوته کړل:
قاضي امين وقاد، مولوي شهزاده شاهد، فاضل سانچارکي، شهزاده مظلوميار، سيدعزيز ظهير، انجنير خليل، وحيد مژده، ضياء بوميا او دغه راز له پاکستان څخه په افغانستان کې د پاکستان پخوانى سفير رستم شاه مهمند او اسد درانى.
هېره د ېنه وي، چې ياد سازمان د سولې په رامنځته کېدو کې زياته تجربه لري او په ١٩٩٥زېږديز کال کې يې د سولې نړيواله جايزه هم ترلاسه کړې ده.
د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د ګوند پخواني وياند قريب الرحمن سعيد پژواک سره په خبرو کې ددغه غونډي له جوړيدو بي خبري وښوده.
نوموړي زياته کړه، حزب اسلامي په هره هغه غونډه کې ګډون کوي ، چې د افغانستان دموجوده بحران د حل او د نړيوالو ځواکونو په وتلو کې اغيزمنه وي.
وسلوالو طالبانو د يادې غونډې په اړه تراوسه څرګندونې نه دي کړي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن