کابل (پژواک ٢٧ مرغومى ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت په ننګرهار ولايت کې د اتصالات چلينچ کپ تر نامه لاندې د کرکټ يوه ورځنۍ ولايتي سيالۍ پيلېږي.
د کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پنځوس اووريزې سيالۍ د ننګرهار د غازي امان الله خان په لوبغالي کې د ٢٠١٣ زېږديز کال د فبرورۍ په درېيمه نېټه پيليږي او ١٦ ورځې به دوام ولري.
هغه زياته کړه، چې د کرکټ په دې يو ورځنيو سياليو کې له ټول هېواد څخه د ٢٠ ولايتونو لوبډلې برخه اخلي چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
د نوموړي په وينا، هره ورځ به دوه سيالۍ ترسره شي، يو د غازي امان الله خان لوبغالي او بله لوبه د بهسودو له پله سره نږدې لوبغالي کې.
هوتک وايي، چې د دغو سياليو په پاى کې به په هر ګروپ کې لومړى مقام ګټونکې لوبـډله د اتصالاتو ايليټ کپ يو ورځنيو سياليو ته لاره پيدا کوي.
د يادونې ده، چې د چلينج کپ په سياليو سره په هېواد کې د کورني کرکټ سيالۍ پيليږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن