ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د نامشروع جنسي اړيکو له امله دوه تنه ووژل شول

غزني کې د نامشروع جنسي اړيکو له امله دوه تنه ووژل شول

author avatar
16 Jan 2013 - 11:21
غزني کې د نامشروع جنسي اړيکو له امله دوه تنه ووژل شول
author avatar
16 Jan 2013 - 11:21

غزني ښار (پژواک ٢۷ مرغومى ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې يوه ځوان خپله ميره او يو بل کس د نامشروع جنسي اړيکو له امله ووژل.

د غزني د ده يک ولسوال فضل احمد ټولواک د مرغومي په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ده يک ولسوالۍ د ښادي کلا په سيمه کې هغه مهال دغه ځوان خپله ميره (ناسکه مور) او ياد کس ووژل، چې په نا مشروع کار يې ليدلي وو.

د هغه په وينا، دغه مېرمن او ورسره کس دواړه د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وو او وژل شوي کس د غزني او زرمت پر لين ټکسي چلوله.

نوموړي زياته کړه: ((دغه کس د شپې له مخې د يادې ښځې کور ته ورغلى و او په يوه خونه کې ورسره پروت و، چې د مېرمنې د بنزي له لوري پر ډزو سره وژل شوي او وروسته يې د کلي خلک ورته راټول کړي وو.))

ټولواک وايي، چې دغه مېرمن کونډه وه او خاوند يې څه موده وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى و.

د ده په خبره، د دې پېښې په تړاو يې تر اوسه څوک نه دي نيولي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د سيمې اوسېدونکي هم وايي، چې دغې مېرمنې له وژل شوي کس سره نامشروع جنسي اړيکې درلودې.

د محمدخالد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي وويل: ((دغه کس به هره ورځ د دې مېرمنې کور ته راته او يو څه خپلوي يې هم درلوده.))

د هغه په وينا، کله چې دغه ځوان دواړه وژلي و، وروسته يې د کلي ټول خلک راټول کړل او دوى چې کله ورغلل، ويې ليدل، چې دواړه په يوه بستره کې لوڅ پراته وو.

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې هم د ده يک ولسوالۍ په پايلوچ سيمه کې يوه کس خپله خور له دوو تنو نورو سره د نامشروع اړيکو په تور وژلې وه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.