کندهار (پژواک ٢٧ مرغومى ٩١): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز پوليس خپل قوماندان وژلى او نور يې مسموم کړي دي.
پېښه تېره نيمه شپه د دې ولسوالۍ په سپېروان کلي کې د سيمه ييزو پوليسو په يوه امنيتي پوسته کې رامنځته شوې ده.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه سيمه ييز پوليس چې له وسلوالو مخالفينو سره يې اړيکه لرله، پر همدې بنسټ يې خپل درې نور ملګري د خوړو له لارې مسموم کړي وو.
هغه زياته کړه، د دغو پوليسو تر مسمومېدو وروسته چې کله قوماندان پوستې ته راځي، ياد سيمه ييز پوليس پرې ډزې کړې او وژلى يې دى.
دى وايي، بريد کوونکى پوليس تر پېښې وروسته له يو شمېر وسلو سره تښتېدلى، خو د هغه د نيول کېدو هڅې پيل شوې دي.
د ولسوال په خبره، مسموم شوي پوليس دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې او روغتيايي حالت يې ښه دى، د پېښې د څېړنې په موخه پوليس سيمې ته لېږل شوي دي.
دغه راز په يوه بله پېښه کې بيا د ملي اردو پر يوه سرتېري چاودنه شوې او هغه يې سخت ټپي کړى دى.
د ملي اردو دغه سرتېري د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني سيمه کې د مميزو په يوه خونه کې د ماين پر شنډولو بوخت و، چې پرې چاودېدلى او د هغه يوه پښه يې غوڅه کړې ده.
وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن