ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مارجې د امنيه قوماندانۍ لپاره په جوړه شوې ودانۍ کې فساد شوى

د مارجې د امنيه قوماندانۍ لپاره په جوړه شوې ودانۍ کې فساد شوى

author avatar
17 Jan 2013 - 14:14
د مارجې د امنيه قوماندانۍ لپاره په جوړه شوې ودانۍ کې فساد شوى
author avatar
17 Jan 2013 - 14:14

لښکرګاه (پژواک٢٨مرغومى٩١): د هلمند د مارجې ولسوالۍ ځايي چارواکي او اوسېدونکي  وايي ،چې د امنيه قوماندانۍ لپاره په جوړې شوې ودانۍ کې  په پراخه کچه فساد شوى او بې کيفيته هم جوړې شوې ده.

د ځايي چارواکو په وينا، تېره ورځ ددې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ لپاره ،چې کومه ودانۍ جوړه او پرانېستل شوه ، پر هغې لس ميليونه ډالره لګښت راغلى دى .

د مارجې ولسوال محمد فهيم موسى زى  وايي ، هغه پروژې چې په تېرو درېيو کلونوکې په ياده ولسوالۍ کې پلې شوې دي ، بې بنسټه او ښکاره  فساد پکې شوى دى.

نوموړي د مرغومي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې په ياده موده کې د بهرنيو ډونرانو او افغان دولت په مرسته  په پلې شويو پروژو څه باندې يو سل او اته ميليونه امريکايي ډالره  لګول شوي، خو يوه پروژه هم  ښه کيفيت  نه لري .

د موسى زي په وينا،د ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ، چې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه ، په  څلورو بلاکونو کې جوړه شوې ده او لس ميليونه امريکايي ډالر لګښت پرې راغلى ، خو د کار کيفيت يې خراب دى.

د مارجې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي حاجي بازګل پژواک اژانس ته وويل ، هغه ودانۍ چې د قوماندانۍ په نوم جوړه شوې ده  ، کيفيت يې سم ندى، په لس ميليونو ډالرو دا ډول ګڼ شمېر ودانۍ جوړېږي .

د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او قومي مشر حاجي کتار وايي ،چې اړونده چارواکي بايد ددې ډول پروژو پوښـتنه وکړي ،چې تش په نوم پيسې پکې د خلکو شخصي جيبونو ته ځي او ملت ته يې ګټه نه رسيږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په تېروکلونوکې په مارجې ولسوالۍ کې په لسګونه ميليونه امريکايي ډالر تش په نوم د ښوونځىو،سړکونو او د کرنې په برخه کې لګول شوي، خو له دې پروژو څخه نه خلکو ته سمه ګټه رسېدلې او نه يې کارونه سم ترسره شوي دي.

ياد قومي مشر وايي ، له هغو ژمنو سره سم په مارجه کې کارونه ن، ه دي شوي چې له وړاندې شوې وې او اوس مهال په ياده ولسوالۍ کې د بياروغونې کارونه ټکني دي.

د هلمند امنيه قوماندان  سمونوال عبدالنبي الهام  وايي ، چې د مارجې د قوماندانۍ پر جوړېدو لګول شوي لس ميليونه امريکايې ډالر  د امريکايي بحري ځواکونو لخوا ورکړل شوي او د تېرو دووو کلونو په موده کې جوړه  شوې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل ،چې دغه ودانۍ په څلورو  بلاکونو کې په اساسي توګه جوړه شوې، خو د ډېرلګښت په اړه زياتوي ، چې ياد  قرار داد د ډونر او شرکت تر منځ په کابل کې شوى او دوى يې په اړه زيات معلومات نه لري.

د نوموړي په وينا، له وړاندې په مارجې ولسوالۍ کې  پوليسو د ځاى د نشتوالي له  امله ستونزې در لودې، خو ددې ودانۍ په جوړيدو سره به يې اړونده ستونزې هوارې او په کارونو کې به يې چټکوالى راشي.

د سيمې دخلکو او چارواکو لخوا وړاندې هم دا غوښتنه شوې وه، چې قراردادونه دې دولاياتو له شرکتونو او د ځايي ادارې تر منځ وشي، چې په اسانۍ سره يې ځايي چارواکي د درغلۍ او فساد پوښتنه وکړي.

د مارجې چارواکي او اوسېدونکي په داسې حال کې په ياده پروژه کې دفساد شکايت کوي، چې په دې وروستيو کې افغانستان د نړۍ په کچه لومړۍ  مفسد هېواد اعلان شوى دى.

نړيوال او دافغانستان خلک وايي چې په هېواد کې اداري فساد اوج ته رسېدلى  او حکومت يې پر وړاندې هېڅ اقدامات نه کوي.

خو ولسمشر حامد کرزي څو ځلې ويلي ،چې اداري فساد شته او پر ضد يې مبارزه کوي، خو هغه زياتوي، چې په فساد کې بهرنيان هم ککړ دي او ډېرى په هغو پيسو کې کېږي، چې د بهرنيانو لخوا لګول کېږي .

د مارجې چارواکي هم وايي ، چې ياده پروژه د بهرنيانو لخوا تطبيق شوې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.