ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډيزل تېلو او بورې بيې را ټيټې شوې دي

د ډيزل تېلو او بورې بيې را ټيټې شوې دي

author avatar
17 Jan 2013 - 19:08
د ډيزل تېلو او بورې بيې را ټيټې شوې دي
author avatar
17 Jan 2013 - 19:08

 کابل (پژواک ٢٨ مرغومى ٩١): نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د ډيزل تېلو او بورې بيې را لوېدلي ، خو د نورو لومړنيو توکو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

 د کابل ښار د خوراکي توکو سودا ګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تيرې پنجشنبې په پرتله  د ٥٠ کيلو پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ١٨٥٠ افغانيو څخه ١٨٠٠ افغانيو ته را ټيټه شوې ده.

 خو هغه وويل، چې نن د تيرې پنجشنبې په څېر د پنځوس کيلو پاکستاني اوړو بيه ١١٤٠ افغانۍ، د لومړۍ درجه ٥٠ کيلو پاکستانيو وريجو بيه ٣٣٠٠ افغانۍ ، يو کوتى پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٢٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥ افغانۍ دي.  

 په کابل ښار کې د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو ځايونو کې کم توپير لري.

 د کابل ښار د کارتې سه د خوراکي توکيو يوه پلورونکي خان علي وويل، نن پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په٢٢٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه په ١٢٢٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستانۍ سېله وريجې په ٤٢٠٠افغانۍ، پنځه کيلو مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٨٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

د پټرول تېلو او د سون لرګيو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي، خو د ډيزل تېلو بيې را ټيټې شوې دي.

 د کابل ښار تايمني څلور لارې د تېلو ټانک يو کارګر محمد صديق وايي، نن د تېرې پنجشنبې په شان د يو ليتر پټرول تېلو بيه ٥٥ افغانۍ ده، خو يو ليتر ډيزل تېل له ٦٠ افغانيو څخه ٥٨ افغانيو ته راټيټ شوي دي.

 خو د دشت برچي بازار يو لرګي پلورونکى حاجي سلطان وايي، نن د تيرې پنجشنبې په څېر  د يوه خروار ارچې لرګيو بيه ٧٠٠٠ افغانۍ او يو خروار بلوط لرګي په ٧٦٠٠  افغانۍ  پلوري.

په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په څېر، اوبلن ګاز په مختلفو بيو پلورل کيږي.

 د کابل ښار د تايمني څلورلارې يو ګاز پلورونکى محمد سالم وايي، نن يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٠ افغانۍ پلوري، خو د کابل د پل پادشاه اوسيدونکى احمد فهيم او د کابل ښار د چهلستون اوسيدونکى سيدجلال وويل، نن د دوى په سيمو کې يو کيلو اوبلن ګاز په ٧٠ افغانۍ پلورل کيږي.

 دا په داسې حال کې ده، چې په کابل ښار کې شاوخوا يوه مياشت وړاندې يو کيلو اوبلن ګاز تر ٧٥ افغانيو پورې پلورل کيده، خو د نفتي توکو رياست له مداخلې وروسته، بيرته بيې راټيټې شوې.

د تېرې پنجشنبې په پرتله د سرو زرو بيو هم کوم بدلون نه دى کړى.

 د کابل ښار مريم ليسې بازار د سروزرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، نن د تيرو اوو ورځو په شان د يو ګرام عربي سروزرو بيه ٢٤٠٠ افغانۍ او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه ٢٠٠٠ افغانۍ ده.

 د کابل ښار د شهزاده سراى د يوه صراف احمد شاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٥٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٢٤ افغانۍ ده.

 تېره اونۍ ديوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥١‌٫٤٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو د اخيستو بيه ٥٢٠ افغانۍ وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.