ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت او د سولې شورا د پاکستان له پرېکړې هرکلى وکړ

حکومت او د سولې شورا د پاکستان له پرېکړې هرکلى وکړ

author avatar
19 Jan 2013 - 18:06
حکومت او د سولې شورا د پاکستان له پرېکړې هرکلى وکړ
author avatar
19 Jan 2013 - 18:06

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩١): افغان حکومت او د سولې عالي شورا د پاکستان د هغې پرېکړې هرکلى وکړ، چې ټول طالب بنديان به خوشې کوي.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جليل عباس جيلاني د مرغومي په ۲۹مه، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، يو شمېر طالب بنديان يې خوشې کړي او ډېر ژر به د ملابرادر په ګډون پاتې نور طالب بنديان هم خوشې کړي.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي د مرغومي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د يادې پرېکړې هرکلى وکړ.

هغه  زياته کړه، د پاکستان له لوري د ټولو طالب بنديانو خوشې کېدل د سولې په راوستو کې مهم ګام دى.

له بلې خوا د سولې عالي شورا مرستيال عبدالحکيم مجاهد پژواک اژانس ته وويل، دا چې پاکستان طالب بنديان په ناحقه نيولي وو، نو د سولې شورا له دې هېواده غوښتي وو، چې ټول افغان طالب بنديان خوشې کړي.

ده زياته کړه، اوس چې پاکستان اعلان کړى، چې ټول طالب بنديان به خوشې کوي، دوى يې هرکلى کوي او دا کار به د سولې پر روان بهير مثبت اغېز وښندي.

مجاهد په پاکستان کې له شته افغان ديپلوماتانو غوښتنه وکړه، چې له پاکستانيو چارواکو د طالب بنديانو د راخوشې کولو په موخه همغږي ولري، ترڅو د خوشې کېدونکو طالب بنديانو معلومات له دوى سره وي.

د ده په وينا، دا چې د سولې شورا په خپل سر دا کار نه شي کولى، نو دوى به د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سره بيا ياده موضوع تعقيبوي.

خو يو شمېر شنونکي بيا په دې اند دي، چې پاکستان د ځينو طالب مشرانو په نيولو سره هم سوداګري کړې وه او اوس يې پر خوشې کولو هم کوي.

دوه مياشتې مخکې د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي اسلام اباد ته د سفر پر مهال پاکستان د نهو طالب بنديانو د خوشې کولو اعلان کړی و او تر دې دمه پاکستان د ملا ترابي په ګډون ۲۶ طالب بنديان خوشې کړي دي.

ملا ترابي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د عدليې وزير و.

که څه هم د افغان حکومت او د سولې عالي شورا د ملا برادر د خوشې کولو بار بار غوښتنې کړې وې، خو پاکستان مثبت ځواب نه و ورکړی.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.