ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني ښار کې ښځو لاريون وکړ

author avatar
19 Jan 2013 - 16:55
author avatar
19 Jan 2013 - 16:55

غزني ښار (پژواک ۲۹ مرغومى ۹۱): د غزني يو شمېر ښځو په دغه ولايت کې د وروستيو تاوتريخوالو او د امنيتي ارګانونو له لوري د مجرمينو د نه نيول کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.

دغه لاريون نن (د مرغومي ٣٠ مه) د غزني له ولايتي شورا پيل، د ښځو چارو رياست، امنيه قوماندانۍ او د ولايت تر مقام پورې وغځېده.

لاريون کوونکو د ((موږ عدالت غواړو، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملين بايد محاکمه شي)) شعارونه ورکول او له امنيتي ځواکونو يې غوښتل، هغه کسان دې ونيسي او سزا دې ورکړي، چې پر ښځو يې جنسي تېري کړي او يا يې هم وژلې او ډبولې دي.

يوې لاريونۍ مرضيې پژواک اژانس ته وويل: ((هره ورځ مېرمنې وژل کېږې، وهل کېږې، جنسي تېري پرې کېږې، خو د ښځو چارو رياست په ګډون امنيتي ادارې چوپه خوله ناست دي.))

د هغې په وينا، نږدې نيم ساعت د ښځو چارو رياست د دروازې مخې ته ودرېدې، خو د ښځو چارو رييسه ورته نه راووته.

نوموړې زياته کړه، چې د روان لمريز کال له پيله تر اوسه نږدې ۱۳ مېرمنې په غزنې کې وژل شوې، چې تر اوسه يې عاملين نه دي نيول شوي.

يوې بلې لاريون کوونکې شازيې وويل: ((موږ نور هېڅ نه غواړو، يواځې خپل حقوق غواړو او (مدينه) بايد په څلوريشتو ساعتونو کې پيدا شي.))

مدينه نږدې ۱۵ ورځې وړاندې د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د خپل خاوند له لوري، چې اته نور وسلوال هم ورسره وو، په زور وتښتول شوه، خو تر اوسه امنيتي ځواکونه نه دي توانېدلي هغه پيدا کړي.

د غزني د ولايتي شورا غړې حميدې ګلستاني، چې په لاريون کې يې برخه اخيستې وه پژواک اژانس ته وويل، کوم کسان چې پر ښځو جنسي تېري کوي او يا يې هم وژني او وهي يې، بايد په علني توګه محاکمه شي، چې نور خلک ترې عبرت واخلي.

نوموړې زياته کړه: ((ګڼ شمېر ښځې د صحرايي محکمو قربانۍ دي، چې دولت ترې هېڅ خبر هم نه وي.))

بلخوا د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمد حسين پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى ځواکونو د مدينې د پېښې په تور څلور تنه نيولي او دوسيې يې څارنوالۍ ته سپارلې دي.

نوموړي وويل: ((مدينه او خاوند يې تر اوسه نه دي پيدا شوي، خو موږ يې د پيدا کولو په هڅه کې يو.))

د امنيت امر وايي، د دوى پلټنې روانې دي، څو په غزني کې ټول هغه کسان ونيسي، چې په داسې پېښوکې لاس لري.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د غزني د ښځو چارو رياست نظر هم واخلي، خو هغوى له نظر ورکولو ډډه کوله.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.