کندوز(پژواک،دسلواغې لومړۍ نېټه٩١): ديوې ميرمنې له ځان وژنې سره په کندوز ولايت سږ کال د ښځو او نجونو د ځان وژنې شمير ١٥ تنو ته ورسيد.
ياده مېرمن،چې له واده څخه يې ٦ کاله تېر شوي او څلور ماشومان لري، تېر ماښام يې دکندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې څپل ژوند ته دپاى ټکى کېښود.
د دشت ارچي ولسوال شيخ صدر الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې شوې مېرمن د نا څرګند علت پر بنسټ ځان وژنه کړې ده.
هغه زياته کړه،چې تراوسه د يادې پېښې لامل نه دى څرګند او په دې اړه څېړنې روانې دي.
خو دکندوز ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل، چې ديادې ميرمنې مړى د کندوز حوزوي روغتون ته ليږدول شوى او د عدلي طب له معايناتو څخه ثابت شوې ،چې يادې مېرمنې د موږکو دوا خوړلې ده.
حسيني زياته کړه،چې پوليسو ديادې مېرمنې خاوند دپېښې د روښانولو په موخه نيولى دى.
بلخوا د کندوز ولايت دښځو چارو رييسې نادرې ګيلاني د ښځو پر وړاندې دتاو تريخ والي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل:(( تر هغه چې يوه ميرمن له کومې ستونزې سره مخ نشي ځان وژنه نه کوي ، ښايي چې ددې ميرمنې دځان وژنې لامل کورنى تاو تريخوالى وي.))
هغې زياته کړه،چې ديادې ميرمنې له ځان وژنې سره په روان کال کې دښځو او نجونو د مرګ کچه ١٥ تنو ته ورسېدله.
دښځو چارو رييسې زياته کړه،چې په تېر کال کې دوه ښځې په کندوز ولايت کې وژل شوې وې، چې د سږ کال په پرتله ٧ برابره ډيروالى ښي.
تېره مياشت په کندوز ولايت کې يوه ١٦ کلنه نجلۍ په مرموز ډول ووژل شوه.
دکندوز ولايت دښځو چارو رياست ثبت شوې شميرې څرګندوي،چې د روان کال په تېرو٩ مياشتو کې دښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي بېلابېلې ٦٠ قضيې ثبت شوي ،چې تېرکال دا شمير ٥٠ ته رسيده .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن