ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شينډنډ ولسوالۍ کې يوې چاودنې دوه تنه ووژل

په شينډنډ ولسوالۍ کې يوې چاودنې دوه تنه ووژل

author avatar
20 Jan 2013 - 15:22
په شينډنډ ولسوالۍ کې يوې چاودنې دوه تنه ووژل
author avatar
20 Jan 2013 - 15:22

 هرات (پژواک د سلواغې لومړۍنېټه٩١): د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې يوې چاودنې دوه وروڼه وژلي او دوه ښځې يې ټپيانې کړې دي.

د شينډنډ امنيه قوماندان سمونوال غلام سخي حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه تېره شپه هغه مهال د ولسوالۍ مرکز په يوه کور کې رامنځته شوه، چې د يوې کورنۍ غړي د اوسپنيزو توکوپه جلاکولو بوخت وو.

 هغه زياته کړه، چې په دې حال کې پرې د اوبوس مرمۍ چاودېدلې،چې له امله يې د کور مالک او د هغه ورور وژل شوي او دهغه ښځه او ښينه يې ټپيانې شوې دي.

 د امنيه قوماندان زياته کړه، چې ټپيان د شينډنډ روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

 خو د هرات د عامه نظم پوليسو د مطبوعاتو مسوول جان علي سلطاني وويل، چې دکره معلوماتو له مخې، ياده چاودنه د ميرحمزه په کور کې شاوخوا  لس بجې ، چې د ماين پر جوړولو بوخت و رامنځته شوې، چې په پايله کې يې دى او د نوموړي ورور وژل شوي او پکې دوه نورې ښځې ټپيانې شوې دي.

 خو د شينډنډ امنيه قوماندان وويل، چې دا ورانکاره پيښه نه وه او د کور څښتن ټول اوسپنيز توکي د خرڅلاو لپاره راټول کړي و.

 هغه زياته کړه،چې د پخواني شوروي قواوو له راهيسې اوس هم د شينډنډ د هوايي ډګر څنډو کې ډېر زاړه اوسپنيز توکي په خپل ځاى پاتې دي، چې خلک يې راټولوي او خرڅوي يې.

 سرچينې وويل،چې په شينډنډ ولسوالۍ کې د ناچاودو مرميو او ماينونو شتون د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړى او بايد ياده سيمه ترې پاکه شي.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د هېلوټرسټ ماين پاکۍ موسسې مشر فريد همايون په هرات کې ويلي و، چې په اخرنيو پنځو کلونو کې د کرخ، اوبې او چشت شريف ولسواليو ټولټال ٥٤ کيلو متره مربع ځمکه، د ٣٠ کيلو متره مربع جګړه ځپلو سيمو په ګډون له نه چاودو توکو او ماينونو څخه پاکه کړې او دشينډنډ ولسوالۍ په ګډون ١٢ نورې ولسوالۍ، چې د ماينونو له خطر سره مخ دي، د يوه ځانګړي پلان له مخې به يې پاکې کړي.

 

 بلخوا د لوېديځې حوزې پوليسو د مطبوعاتو مسوول سمونوال عبدالرووف احمدي وايي، چې تېر ماښام د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې چاودنه رامنځ ته شوې، چې په پايله کې يې چاته زيان نه دى اوښتى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.