ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بټي کوټ ولسوالۍ خلک له ناامنيو شکايت کوي

د بټي کوټ ولسوالۍ خلک له ناامنيو شکايت کوي

author avatar
21 Jan 2013 - 13:02
د بټي کوټ ولسوالۍ خلک له ناامنيو شکايت کوي
author avatar
21 Jan 2013 - 13:02

جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩١): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي له ناامنيو شکايت کوي او زياتوي، چې د ملي ځوکونو له خوا ترسره شوو عملياتو هېڅ ګټه نه ده کړې.

بټي کوټ د جلال اباد ښار ختيځ ته د تورخم پر لويه لاره پرته ولسوالي ده، چې په دې وروستيو کې ترې د ډېرو ناامنيو راپورونه ورکول کېږي.

وسلوال طالبان ډېرى مهال د تورخم لويې لارې ته راوځي او په رڼا ورځ پر دولتي او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.

تېره مياشت افغان ملي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې پراخ پوځي عمليات ترسره کړل او د لسګونو وسلوالو مخالفينو او شکمنو کسانو ترڅنګ يې د وسلو د نيولو خبر ورکړ.

خو د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغو عملياتو هېڅ ګټه نه ده کړې، اوس هم وسلوال مخالفين په دې ولسوالۍ کې فعال دي او هره ورځ بريدونه ترسره کوي.

د بټي کوټ قومي مشر ملک نصيب وايي، چې له تېر يو کال راهيسې د يادې ولسوالۍ امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابيږي ، چې له امله يې ملکي وګړي زيانمنيږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دولت يواځې د ولسوالۍ د مرکز شاوخوا سيمو کې فعاليت لري او په نوره ټوله ولسوالۍ کې وسلوال مخالفين فعال دي.

ملک نصيب زياته کړه:((د ولسوالۍ عسکر تر سړک لاندې نه شي ښکته کېداى، په ټوله ولسوالۍ کې څوارلس عسکر دي، هغوى ځان وساتي او که موږ!))

د نوموړي په وينا، که څه هم په دې وروستيو کې افغان ګډو ځواکونو عمليات کړي، خو کومه مثبته پايله يې نه ده لرلې.

نوموړى پر ولايتي ادارې غږ کوي، چې په ياده ولسوالۍ کې دې سيمه ييز پوليس فعال کړي.

د دې ولسوالۍ يوه بل قومي سپين ږيري، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، تر څو دولت په بټي کوټ کې په پراخه کچه عمليات ونه کړي، امن نه راځي.

هغه زياته کړه: ((پوليس خو ولسوالۍ نه شي ساتلى، زما دفاع به څنګه وکړي.))

دى وايي، هر سهار د ملي اردو څو موټرونه د سپين خوړ نه تر باريکاب سيمې پورې پر سړک ولاړ وي او يواځې د همدې انتظار باسي چې کله به وسلوال پر دوى بريد کوي.

دغه ملک زياتوي، چې وسلوال د سړک سر ته راوځي او پر ملي اردو او پوليسو ډزې کوي او نور په فارمونو کې تښتي، خو ملي اردو له سړکه پسې نه ښکته کېږي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى وايي، چې اوس هم د بټي کوټ ولسوالۍ سربېره په شېرزادو، خوګياڼو، پچيراګام او چپرهار کې د دولت وسلوال مخالفين نه يواځې فعال دي، بلکې د خلکو فيصلې هم کوي.

نوموړى زياتوي، چې په يادو ولسواليو کې د دولت شتون يواځې سمبوليک دى.

هغه زياته کړه: ((د ولايتي ادارې بې کفايتي ده، چې په ننګرهار کې امن ورځ تر بلې په خرابېدو دى.))

زمرى وايي، چې که حالت همداسې وي نو ښايي ډېر ژر په يو شمېر ولسواليو کې د وسلوالو نفوذ تر سل سلنې ورسېږي.

خو په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک ته وويل، دوى مخکې هم په بټي کوټ ولسوالۍ کې په پراخه کچه عمليات کړي او په ترڅ کې يې وسلوال يې نيولي وو.

هغه زياته کړه: ((وسلوال د مخامخ جګړې توان نه لري او په هغه ساحه کې، چې موږ عمليات کوو د هغې د ساتنې مسووليت د ولسوالۍ د پوليسو دى.))

نوموړى وايي، که چېرې ولس په خپلو کليو کې وسلوالو ته ځاى ور نه کړي نو د هغوى د نښتې پر مهال به عام خلک نه وژل کېږي.

د بټي کوټ ولسوال ميرزا محمد نصرت وايي، چې په بټي کوټ کې د ناامنۍ يو ستر لامل د ګڼو ځنګلونو شتون دى.

هغه پژواک ته وويل، چې وسلوال مخالفين مخامخ نه شي جنګېدلاى، چريکي بريدونه کوي او نور تښتي.

د ولسوال په وينا، چې د بټي کوټ په ولسوالۍ کې به په نږدې راتلونکي کې امنيتي ستونزې هوارې شي.

دى وايي، چې ولايتي ادارې ته يې د سيه ييزو پوليسو وړانديز هم کړى چې په فعالېدو سره به يې تر ډېره امنيتي ستونزه هواره شي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي پژواک اژانس ته وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د بټي کوټ ولسوالۍ امنيتي حالت مثبتې خوا ته ولاړ شي.

هغه زياته کړه: ((موږ ګڼ نوي پلانونه لرو چې له مخې به يې په بټي کوټ کې د وسلوالو ريښې ختمې کړو.))

سمونوال هاشمي زياتوي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونه هم فعاليت کوي چې د وسلوالو د پټنځايونو په له منځه وړو کې مهم رول لري.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.