ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې يو ډاکټر ووژل شو

لښکرګاه کې يو ډاکټر ووژل شو

author avatar
22 Jan 2013 - 11:13
لښکرګاه کې يو ډاکټر ووژل شو
author avatar
22 Jan 2013 - 11:13

لښكرګاه (پژواك ۳ سلواغه ۹۱): د هلمند په مركز لښكرګاه كې يو ډاکټر د ناپېژانده وسلوالو له خوا پر ډزو ووژل شو.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د ګډې قرارګاه مرستيال سمونوال محمداسمعيل د سلواغې په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه شاوخوا اته بجې ناپېژانده وسلوالو په لښکرګاه ښار کې د عبدالهادي په نوم يو ډاکټر، چې له خپل کتنځي د راوتو په حال کې و، پر ډزو وواژه.

د هغه په وينا، چې په دغه بريد کې نوموړى ډاکټر ځاى پر ځاى وژل شوى او بل چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

خو نوموړي زياته کړه، چې بريد كوونكي په تېښته بريالي شوي او د نيولو په موخه يې پلټنې روانې دي.

امنيه قوماندان وايي، چې دا پېښه ښايي د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې وي.

خو د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر عنايت الله غفاري پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوي ډاکټر له هيچا سره شخصي دښمني نه درلوده، خو ښايي د وژنې انګېزه يې سياسي اړخ ولري.

تر دې مهاله د دې وژنې مسووليت كومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، په هلمند كې لومړى ځل دى، چې يو ډاکټر د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل كېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.