غزني ښار (پژواک ۳ سلواغه ۹۱): په ختيځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، د غزني او ميدان وردګو ولايتونو په يو شمېر سيمو کې يې د عملياتو پر مهال چاودېدونکي او نشه يي توکي نيولي دي.
په پکتيکا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې پلې لوا وياند ډګروال احمدجان مخلص د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د دوى ځواکونو د غزني د اندړو ولسوالۍ په غولي سيمه کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ۳۵ له چاودېدونکو توکو ډکې بوشکې نيولې دي.
د هغه په وينا، وسلوالو طالبانو غوښتل له دغو چاودېدونکو توکو څخه ماينونه جوړ کړي، خو دوى د يوه راپور پر بنسټ ترلاسه کړل.
نوموړي زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال نښته نه ده رامنځ ته شوې او د يادو توکو په تور يې هم څوک نه دي نيولي او عمليات اوس هم په سيمه کې ادامه لري.
مخلص دغه راز وايي، د ميدان وردګو د مرکز ميدان ښار اړوند د زړې درې په سيمه کې يې نږدې ۸۰۰ کيلوګرامه نشه يې توکي، باروت او يو شمېر نور چاوديدونکي توکي نيولي دي.
د ده په خبره، دغه عمليات چې د ملي اردو، ملي امنيت او ملي پوليسوله لوري ترسره شوي وو، ۳۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي، ۵۰۰ کيلوګرامه باروت او زيات شمېر وسلې او مهمات په کې نيول شوي دي.
دى وايي، له دغو توکو سره په تړاو يې هم څوک نه دي نيولي او د عملياتو پر مهال نښته نه ده رامنځ ته شوې.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې نن له غرمې مخکې په لوګر ولايت کې يو هينو موټر د پوليسو له خوا نيول شوى و، چې ٣٠٠٠ کيلوګرامه امونيم نايټرېټ په کې وو.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن