جلال اباد (پژواک ٣ سلواغه ٩١): د ننګرهار په لسو ولسواليو کې د پوليو ضد واکسين درې ورځنى کمپاين نن پيل شو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د سلواغې په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياد درې ورځنى کمپاين به د ننګرهار په هغو لسو ولسواليو کې د درېيو ورځو لپاره دوام ومومي، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري.
نوموړي زياته کړه: ((د ٢٠١٢ کال په وروستيو کې په سرحدي ولسواليو کې دوه د پوليو مثبتې پېښې ثبت شوې، د دې لپاره چې د نورو مخنيوى وشي، د واکسين دا کمپاين مو پيل کړى دى.))
د هغه په وينا،د پوليو پر ضد په دغه کمپاين کې به ٣٠٢ زره هغه ماشومانو ته واکسين ورکړل شي، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي.
شېرزاد وويل: ((په دغه کمپاين کې زموږ ١٦٥٠ کارکوونکي او رضا کاران بوخت دي.))
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال د ټولو سرحدي ولسواليو له اوسېدونکو وغوښتل، چې خپل ماشومان دې د پوليو له خطرناکې ناروغۍ د ژغورنې لپاره واکسين کړي، څو په راتلونکي کې له روغتيا برخمن وي.
نوموړي زياته کړه: ((دا د ټولو هېوادوالو دنده ده، چې په دې برخه کې له روغتيايي کارکوونکو سره مرسته وکړي، هغه که مخالفين دي او که بل څوک.))
د لال پورې ولسوالۍ اوسېدونکى اکبر خان وايي، چې د دوى ولسوالۍ يوه له هغو سرحدي سيمو ده، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره يې تګ راتګ زيات دى.
د ده په وينا، چې اکثره وخت د پوليو مثبتې پېښې له ګاونډي هېواده راځي.
نوموړي زياته کړه: ((دلته خو وخت پر وخت ماشومانو ته واکسين شوى دى، خو هغه خلک، چې له پاکستانه راځي، په هغوى کې ټول مشکل وي، نه د دې ځاى په اوسېدونکو کې.))
اکبرخان وايي، چې د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې د پوليو د واکسين کمپاينران په ښه ډول خپلې دندې نه اجرا کوي.
دى زياتوي: ((که چېرې دوى ښه کار کولاى، نو اوس به دا مشکل نه واى، خو دوى هم بې غوري کوي.))
د يادونې ده، چې په تېر ٢٠١٢ کال کې د ننګرهار په سرحدي ولسواليو کې د پوليو يوازې دوه مثبتې پېښې ليدل شوې وې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن