خوست ښار (پژواک ٣ سلواغه ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې ١٦ وسلوال وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى د سلواغې په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ماسپښين شاوخوا ٢ بجې د ځاځي ميدان ولسوالۍ د بلوڅانو په نوم پر درېيو کليو وسلوالو طالبانو بريد وکړ.
د هغه په وينا، دغه کلي ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان له قبايلي سيمې کورمې ايجنسۍ سره پراته دي او ياد وسلوال ورته له پولې ها خوا را اوښتي وو.
نوموړي زياته کړه، چې د وسلوالو د بريد په ځواب کې لومړى د کليو خلکو مقاومت وکړ او جګړه يې ورسره پيل کړه، وروسته سرحدي او ملي پوليس هم مرستې ته ورغلل او نښتې د مازيګر د تر پنځو بجو پورې دوام وکړ.
باقي زوى وويل، چې د نښتې په پايله کې ١٦ وسلوال وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، چې د يادو وسلوالو مړي د جګړې په سيمه کې پاتې دي، خو افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
د ده په خبره، د دوى د معلوماتو له مخې، شاوخوا ٥٠٠ وسلوالو پر دغو کلو بريد کړى و او غوښتل يې، چې لومړى په کليو کې ځانونه ځاى پر ځاى کړي او وروسته پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي.
نوموړى وايي: ((موږ اوس د ټپي او په سيمه کې د نورو وسلوالو د شتون په اړه له نورو افغان ځواکونو سره ګډ عمليات پيل کړي، چې سيمه د خلکو لپاره د ډاډ وړ شي.))
د امنيه قوماندان په وينا، د ځاځي ميدان خلک وسلوالو طالبانو ته اجازه نه ورکوي، چې د دوى په سيمه کې فعاليتونه وکړي او له همدې امله وسلوالو غوښتل، چې د زور له لارې ځانونه ځاى پر ځاى کړي.
د سيمې يوه اوسېدونکي وزيرګل پژواک اژانس ته وويل، تېره ورځ په ناڅاپي ډول وسلوالو طالبانو د دوى پر کليو بريد وکړ، چې پر وړاندې يې د سيمې خلک ودرېدل او وسلوال مقاومت يې ورسره پيل کړ.
د هغه په وينا، چې په سيمه کې مېشت سرحدي پوليس هم د دوى مرستې ته ور ورسېدل او ورپسې د ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونه ورغلل او وسلوالو ته يې ګڼه مرګ ژوبله واړوله او په شاه يې وتمبول.
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دا ادعا ردوي او وايي، چې د ځاځي ميدان په پاتکو سيمه کې تېره ورځ له پوليسو سره لنډه نښته شوې، چې په پايله کې يې دوه پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي.
د يادونې ده، چې په خوست کې د ځاځي ميدان ولسوالۍ تر ټولو خوندي او امنه ولسوالۍ ګڼل کېږي، چې د پاکستان له قبايلي سيمې کورمې ايجنسۍ سره پر پوله پرته ده.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن