ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات بوټ ګنډونکو لاريون وکړ

د هرات بوټ ګنډونکو لاريون وکړ

author avatar
23 Jan 2013 - 15:34
د هرات بوټ ګنډونکو لاريون وکړ
author avatar
23 Jan 2013 - 15:34

هرات (پژواک  ۴ سلواغه  ۹۱): د هرات بوټ کنډونکو د بهرنيو بوټونو د وارېدېدو او د کورني توليد د بازار د نشتوالي په غبرګون کې لاريون وکړ او د بهرنيو بوټونو د ګمرکي محصول غوښتنه يې وکړه .

دوی، چې شمېر يې له ۲۰۰ تنو زيات و، د هرات ولايت د مقام د ودانۍ مخې ته راغونډ شول او له کورنيو توليداتو په ملاتړ يې شعارونه  ورکول.

لاريون کوونکي وايي، چې بهرني بوټونه سره له دې چې ښه کيفيت نه لري او د ګمرکي محصول د نه لرلو له امله په ټيټه بيه پلورل کېږي، له همدې امله په هرات کې د بوټ ګنډنې کارځايونه  مخ پر سقوط  دي.

د برادران په نوم د بوټ ګنډنې د يوې کارخانې مسوول عبدالوهاب پژواک خبري اژانس ته وويل: “بوټ ګنډنه زما پلرنی کسب دی او څلوېښت کاله سابقه په کې لرم، خو چينايي او ايرانيو بوټونه موږ ته سخت زيان اړولی  او نهيلي کړي يې يو.”

هغه زياته کړه، چې په خپله کارخانه کې ۱۰ کارګر لري، خو اوس ټول وزګار دي.

د يوې بلې وړې کارخانې مالک غلام سخي وويل، دوه کاله وړاندې په هرات ولايت کې د بوټ ګنډنې ۲۰۰ فابريکې فعالې وې؛ خو اوس يې شمېر  ۶۵ ته راښکته شوى او نورې يې تړل شوې دي.

د هغه په وينا، په هره کارخانه کې له پنځو نه تر ۱۵ کارګر په کار بوخت وو.

دغه بوټ ګنډونکي زياته کړه، چې حکومت څو څو ځلې ژمنې کړي، چې له کورنيو توليداتو ملاتړ کوي، خو داسې يې نه دي کړي او دغه کار د کورنيو کارخانو د ماتې لامل شوى دی.

يوه بل بوټ ګنډونکي خليل احمد وويل، چې ښځينه بوټونه ګنډي او خام مواد له ايرانه راوړي، خو دغه بوټ چې ښه کيفيت لري په ۲۳۰ افغانۍ پلورل کېږي او دې ته ورته ايراني او چينايي بوټونه که کيفيت هم نه لري په ۱۸۰ افغانۍ پلور کېږي، خلک هم ارزانه جنس اخلي او د کيفيت په کيسه کې يې نه دي.

هغه زياته کړه: “زموږ خام توکي محصول کېږي او ګران راته لوېږي، خو بهرني بوټ قاچاقي راځي او نه محصول کېږي.”

دغه بوټ ګنډونکي زياته کړه، چې دولت بايد د بهرنيو بوټونو د توريد مخه ونيسي او يا دې ترې محصول واخلي، څو د کورنيو توليداتو بازار د له منځه تلو له حالته وژغورل شي.

د هرات ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد شعيب پژواک ته وويل، چې د بوټ ګنډونکو استازي همدا شېبه د خپلو ستونزو د حل په موخه له والي سره په خبرو بوخت دي.

هغه زياته کړه، چې دوی له بوټ ګنډونکو او کورنيو توليداتو نه ملاتړ کوي او غږ به يې په کابل کې اړوندو ادارو ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په کابل کې د بوټ ګنډونکو اتحاديې ګواښ وکړ، چې که چېرې دولت په راتلونکې يوه مياشت کې له دغه صنعت نه د ملاتړ کوم پروګرام اعلان نه کړي؛ نو لاريونو ته به دوام ورکړي.

د کابل ښار د بوټ ګنډونکو د اتحاديې رييس محمداصف جامعي په يوه خبري غونډه کې وويل، يوولس کاله وړاندې په هېواد کې د بوټ ګنډنې ۲۰۰۰ دستګاوو فعاليت کاوه، خو نن ورځ دغه شمېر  ۲۰۰ ته راښکته شوى دى.

د هغه په وينا، په تېرو يوولسو کلونو کې د دولت له خوا د چرم جوړونې او بوټونو د توليد فابريکو ته نه پاملرنه د بوټ ګنډنې د صنعت د له منځه تلو لامل شوى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.