ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د (کابل-کندوز بازان) کرکټ لوبډله دوبۍ ته روانه شوه

د (کابل-کندوز بازان) کرکټ لوبډله دوبۍ ته روانه شوه

author avatar
23 Jan 2013 - 11:14
د (کابل-کندوز بازان) کرکټ لوبډله دوبۍ ته روانه شوه
author avatar
23 Jan 2013 - 11:14

کابل (پژواک ٤ سلواغه ٩١): د کندوز- کابل بازانو کرکټ لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ په سياليو کې د ګډون په موخه نن سهار دوبۍ ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شارجې کرکټ فدراسيون په نوښت د (ډي پي اېل) کرکټ شل اووريز ټورنمنټ ټاکل شوې د سلواغې په ٦مه (د جنورۍ ٢٥مه) پيل شي.

هغه زياته کړه، چې د کرکټ په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون د اوو هېوادونو، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سريلانکا، متحده عربي امارات او کويټ د بېلابېلو ښارونو او کلبونو ٣٢ لوبډلې برخه اخلي.

د نوموړي په وينا، په دغو سياليو کې د (کندز -کابل بازان) په نوم لوبډله د افغانستان د کرکټ بورډ په همکارۍ برخه اخلي.

تر دې مخکې په يوه ګډه خبري غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ مشر نظيم جار عبدالرحيمزي، د کندوز د کرکټ مسوول ډاکټر نورعلم فريد او د کابل مسوول حاجي عزيزالله د دغه سفر په اړه معلومات ورکړل.

عبدالرحيمزي وويل، چې د کابل-کندوز بازانو له لوبډلې سره د کرکټ بورډ ترڅنګ د ولسي جرګې وکيل شريف الله کامه وال او د مسلم هينډ موسسې هم مرستې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په دې لوبډله کې د يادو ولايتونو ترڅنګ د هېواد له الف لوبډلې څخه هم درې پياوړي لوبغاړي داخل شوي دي.

د کرکټ د بند امير زون مشر حاجي عزيزالله چې له يادې لوبډلې سره د روزونکي په توګه سفر کوي، د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې په يادو سياليو کې يې د ګډون په موخه له دوى سره مرسته کړې ده.

هغه زياته کړه، چې کرکټ بورډ له دوى سره معنوي او مادي مرسته کړې او اسانتياوې يې ورته برابرې کړې دي.

نوموړي وويل، چې په شارجه کې د کرکټ په يادو سياليو کې ګډون کوونکي ٣٢ لوبـډلې په اتو ګروپونو وېشل شوې، چې په هر ګروپ کې څلور لوبـډلې برخه اخلي.

د هغه په وينا، د هر ګروپ ګټونکې لوبډله د دغو سياليو دويم پړاو يا کوارټرفاينل ته لاره پيدا کوي او ګټونکې لوبډلې ته به ٥٠ زره اماراتي درهم د انعام په توګه ورکول کېږي.

د شمال د امو زون مسوول ډاکټر نورعلم فريد پژواک اژانس ته وويل، چې د اماراتو کرکټ سياليو لپاره دوى يوه پياوړې لوبـډله ټاکلې ده.

نوموړي زياته کړه چې په دې لوبډله کې د هېواد له الف، بند امير او امو زونونو له لوبډلو څخه هغه لوبغاړي ټاکل شوي چې د کرکټ په کورنۍ لوبو کې ښه ځلېدلي دي.

ډاکټر فريد وويل، چې د اماراتو د دغه سفر لپاره ورسره د افغانستان کرکټ بورډ او ملي سوداګرو مالي مرستې کړې دي.

هغه هيله څرګنده کړه، چې لوبډله به يې د شارجې په کرکټ سياليو کې له ځانه ښه وړتيا وښيي او ډک لاس هېواد به هېواد ته راستانه شي.

ډاکټر فريد وويل، چې د يادو سياليو لپاره دوى ١٦ کسيزه لوبـډله ټاکلې، دوه تنه په کې ريزرف لوبغاړي هم شته، چې د اړتيا پر مهال به يې ولوبوي. دغه لوبغاړي په لاندې ډول دي:

نواب خان (کپتان)، محمود شينوارى، عبدالقادر، مومن ځدراڼ، باچا حسين، فضل نيازى، زرجان، هميم خان، شاه محمود، عبدالله، ياسر، تاج محمد، عطاء الله، باطن شاه، ميرويس ځاځى او اسماعيل فهيم.

د يادونې ده، تر دې مخکې د کابل ولايت کرکټ لوبډلې د متحده عربي اماراتو د رمضان جام په سياليو کې برخه اخيستې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.