ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کجکي خلک سيمه ييز پوليس غواړي

د کجکي خلک سيمه ييز پوليس غواړي

author avatar
23 Jan 2013 - 13:41
د کجکي خلک سيمه ييز پوليس غواړي
author avatar
23 Jan 2013 - 13:41

لښکرګاه (پژواک ٢٣ سلواغه ٩١): د هلمند د کجکي ولسوالۍ يو شمېر خلک په خپله سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او دايمي امنيت غوښتنه کوي.

په کجکي ولسوالۍ کې له تېرې يوې اونۍ راهيسې چاڼيز عمليات پيل شوي، چې د چارواکو په خبره، تر دې دمه يې ډېرې سيمې د دولت له وسلوالو مخالفينو پاکې کړې دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له ځايي چارواکو غواړي، چې په عملياتو کې د پاکو شوو سيمو امنيت دې په دوامداره توګه خوندي کړي او د سيمې اوسېدونکو ته دې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ورکړي.

د کجکي يو قومي مشر ملک عبدالسلام د عملياتو په سيمه کې له والي او امنيه قوماندان څخه غوښتنه وکړه، چې له طالبانو څخه په پاکو شوو سيمو کې دې امنيتي پوستې جوړې کړي.

نوموړي وويل، دوى هم حاضر دي، چې د خپلې سيمې د امنيت ساتلو په موخه ځوانان د ملي پوليسو او ملي اردو تر څنګ سيمه ييزو پوليسو ته هم ورکړي، څو سيمه يې بيا ناامنه نه شي.

د هغه په وينا، په تېرو اوو کلونو کې يې په سيمه کې ناامني وه، هر وخت يې په کليو کې بې ګناه خلک وژل کېدل او هر څه يې له لاسه ورکړي دي، اقتصاد يې خراب شوى او ګڼ شمېر کورنۍ يې کډوالې شوې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله ورغلو خبريالانو ته وويل، چې په تېرو څو کلونو کې د ژوند له هر ډول اسانتياوو څخه بې برخې وو او په مړه خېټه د ډوډۍ په ارمان دي.

د ده په خبره، له يوې خوا ځايي ادارې له پامه غورځولي او له بلې خوا يې وسلوال طالبان ځوروي، پيسې ترې اخلي او په زور د شپې تېرولو ځاى او ډوډۍ ترې غواړي.

نوموړي زياته کړه، چې دولت دې ورته په سيمه کې سيمه ييز پوليس وګوماري او د دايمي امنيت لپاره دې ورته کار وکړي.

عبدالله وويل: ((په دې عملياتو څه نه کېږي، تر څو چې امنيتي ځواکونه وي، وسله وال هم نه وي، خو دوى چې لاړ شي، طالبان بېرته راشي.))

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام پژواک اژانس ته وويل، دوى له خلکو سره غونډې درلودې او د سيمه ييزو پوليسو غوښتنه يې ترې کړې، چې دوى هم چمتو دي او د سيمې خلکو غوښتنه به پوره کړي.

د هغه په وينا، د دغو عملياتو پر مهال د ايساف تر څنګ ټولو افغان ملي ځواکونو برخه اخيستې وه، چې پر مهال يې ١٠ وسلوال نيول شوي  او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز يې د عملياتو پر مهال يو شمېر د ماين جوړونې فابريکې هم وېجاړې کړې او ٣٥٠ ماينونه يې خنثى کړي دي.

د هلمند والي حاجي محمد نعيم بلوڅ هم وويل، چې په ټولو هغو سيمو کې يې له ځايي خلکو سره وکتل، چې عمليات په کې ترسره شوي ، تر څو د خلکو حالت وپوښتي.

د هغه په وينا، په نږدې وختونو کې به دوى ته د امنيت د ساتلو په موخه وسلې ورکړي، د بيارغونې پروژې به هم په بېلابېلو برخو کې ورته منظورې کړي.

وسلوالو طالبانو هم په کجکي ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د ماينونو په چاودنو کې بهرنيو او کورنيو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.

د يادونې ده، چې د کجکي ولسوالۍ د هلمند مرکز لښکرګاه شمال په ١١٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او دغه عمليات په داسې حال کې په کې ترسره کيږي، چې د چارواکو په خبره، د امنيتي ستونزو له امله د برېښنا بند د رغولو کارونه په ټپه ولاړ دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.