لښکرګاه (پژواک ٤ سلواغه ٩١): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې دوه پوليس وژلي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک د سلواغې په ٤ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه تېره ورځ له غرمې وروسته د پوليسو پر پلې ګزمه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي، يو ټپي او له چاودنې سره په تړاو يې يو تن نيولى دى.
د هوتک په وينا، د دې چاودنې هدف د ولسوالۍ امنيه قوماندان احمدشاه و، خو هغه ترې روغ وتلى دى.
بلخوا طالب وياند قاري يو سف احمدي وايي، چې په ياده پېښه کې دوه پوليس وژل شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن