ژبه

د ساحلي فوټبال په اسیایي سیالیو کې عمان افغانستان ته ماتې ورکړه

جاوېد هميم کاکړ

۵ سلواغه ۱۳۹۱ - ۱۱:۵۰

Views: ۷۹

کابل (پژواک ۵ سلواغه ٩١):  د ساحلي فوټبال نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې عمان افغانستان ته اوه پر صفر ماتې ورکړه.

د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د سلواغې په پنځمه  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبه پرون تر مازیګر وروسته د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې د عمان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د افغانستان  لوبډلې ته اوه پر صفر ماتې ورکړه.

رحماني وویل چې افغانستان نن خپله درییمه لوبه له اسټرالیا سره ترسره کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د قطر د ساحلي فوټبال په سياليو کې د افغانستان په ګډون له اسيا څخه ١٦ لوبډلې ګډون لري.

د اولمپيک وياند وايي، چې له دې څخه درې غوره لوبډلې به د ساحلي فوټبال نړيوال جام ته لاره پيدا کوي چې  ټاکل شوې ده، په فرانسه کې ترسره شي.

افغانستان د قطر سياليو په الف ګروپ کې له اسټراليا، عمان او قطر سره لوبې لري.