کابل (پژواک ۵ سلواغه ٩١): د ساحلي فوټبال نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې عمان افغانستان ته اوه پر صفر ماتې ورکړه.
د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د سلواغې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبه پرون تر مازیګر وروسته د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې د عمان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته اوه پر صفر ماتې ورکړه.
رحماني وویل چې افغانستان نن خپله درییمه لوبه له اسټرالیا سره ترسره کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د قطر د ساحلي فوټبال په سياليو کې د افغانستان په ګډون له اسيا څخه ١٦ لوبډلې ګډون لري.
د اولمپيک وياند وايي، چې له دې څخه درې غوره لوبډلې به د ساحلي فوټبال نړيوال جام ته لاره پيدا کوي چې ټاکل شوې ده، په فرانسه کې ترسره شي.
افغانستان د قطر سياليو په الف ګروپ کې له اسټراليا، عمان او قطر سره لوبې لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن