کابل (پژواک ٥ سلواغه٩١) : د افغانستان د ټولنيزې اصلاح او پرمختګ ټولنې، د خلکو په مرسته په کابل ښار کې په شاوخوا ٢٥٠ کورنيو ژمني کالي او کمپلې ووېشلې.
د دې ټولنې د مرکزي زون د خدمتونو مسوول نورمحمد عطايي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې يادې ټولنې د اعلانونو له لارې کابل ښاريان دې ته وهڅول، چې د دې ټولنې له لارې له اړو خلکو سره مرستې وکړي.
دى وايي، چې د دوو اونيو په اوږدو کې کابل ښاريانو له دې ټولنې سره د ٣٧٥ زره افغانيو او٢٥٠ بستې ژمنيو کاليو مرسته وکړه .
د عطايي په وينا، دې ټولنې پر يادو پيسو ٥١٤ کمپلې و پيرلې او د کاليو په هر بسته کې دوه جوړه د ښځو ،دوه جوړه د ماشومانو او دوه جوړې د سړيو کالي اېښودل شوي دي.
هغه وويل، چې دغه توکي نن دکابل په عيدګاه جومات کې پر ٢٥٠ اړو کورنيو، چې د يوې سروې له لارې پېژندل شوې وې، ووېشل شول .
د کابل ښار د چهلستون د سيمې اوسېدونکي ٥٣ کلن داوود شاه، چې دغه مرستې يې تر لاسه کړې دي ،پژواک خبري اژانس ته وويل : ((خداى پاک دې دوى ته خير ورکړي ، چې د غريبو خلکو په فکر کې دي .))
هغه له دولت څخه هم غوښتنه وکړه ،چې د غريبو خلکو ژوند ته پام وکړي، ترڅو د ژوند له ستونزو څخه وژغورل شي .
Visits: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن