ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان يو ځل بيا د بې اسنادو افغانانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله

پاکستان يو ځل بيا د بې اسنادو افغانانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله

author avatar
25 Jan 2013 - 11:26
پاکستان يو ځل بيا د بې اسنادو افغانانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله
author avatar
25 Jan 2013 - 11:26

جلال اباد (پژواک ٦ سلواغه ٩١): پاکستاني سرحدي ځواکونو د تورخم پوله يو ځل بيا د هغو افغانانو پر مخ وتړله، چې قانوني اسناد نه لري.

په تورخم کې د لومړي زون سرحدي ځواکونو د کميسار مرستيال سمونيار نثاراحمد د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو نن سهار اته بجې پر دغه اقدام لاس پورې کړى دى.

هغه زياته کړه، دوى هېڅ يو افغان ته اجازه نه ورکوي، چې له قانوني اسنادو پرته له پولې واوړي.

نوموړى وايي: ((هغه کسان چې پاسپورټ او ويزه لري، کولى شي چې پر پوله تګ راتګ وکړي. خو هغه افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو مهاجر کارتونه لري، هغوى ته هم اجازه نه ورکوي چې له پولې واوړي.))

د سيف الرحمن په نوم د تورخم يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل، زرګونه مسافر د پولې دواړو خواوو ته په دې تمه ولاړ دي، چې ګوندي اجازه ورکړل شي.

د هغه په وينا، په دې کې ګڼ شمېر ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د يادونې ده، چې له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې پاکستان په پرله پسې توګه څو ځلې د تورخم پوله تړي او خلاصوي.

پاکستان شاوخوا دوه مياشتې مخکې دا پوله په دې پلمه وتړله چې ګواکې افغان پوليسو له پاکستاني کارګرانو سره ناوړه سلوک کړى او د هغوى پاسپورټونه يې شلولي دي.

څو ورځې مخکې پاکستان هڅه کوله، چې پر تورخم پوله دروازه ودروي، خو د افغان سرحدي ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه.

تېره مياشت د تورخم بندر د بندېدو له امله په دواړو غاړو کې د يو شمېر ماشومانو په ګډون ١٣ کسان د سختۍ يخنۍ او ناروغۍ له امله مړه شوي وو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي ويلي وو، چې په دې اړه يې له پاکستان سره خبرې کړې او دا ستونزه به د خبرو اترو له لارې هواروي. خو لا هم دا ستونزه پر خپل ځاى پاتې ده.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي، چې پاکستان غواړي له دا ډول کارونو سره پر افغانستان يو ډول فشار واچوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د پاکستان له دې ډول کارونو څخه يواځېنۍ موخه دا ده، چې پر افغان حکومت د ډيورنډ کرښه ومني او د نړيوالو پام دې موضوع ته واړوي.

هغه وايي، چې اوسنى نظام او افغان حکومت کمزورى دى او پاکستان غواړي له دې کمزورتيا ناوړه ګټه پورته کړي.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.