خوست ښار (پژواک ٦ سلواغه ٩١): د خوست ولايت چارواکي وايي، چې په صبريو ولسوالۍ كې يو ځانمرګى موخې له رسېدو مخکې د پوليسو له خوا وژل شوى دى.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه مهال د صبريو ولسوالۍ په خورۍ كلي كې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د ځايي خلكو له خوا د معلوماتو له ورکولو وروسته پوليس سيمې ته ورغلل او ياد ځانمرګى بريد کوونکى يې، چې چاودېدونکي توکي يې هم په ځان پورې تړلي و، موخې ته له رسېدو مخکې پر ډزو وواژه.
امنيه قوماندان زياتوي، چې په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
چارواکي په داسې حال کې د دغه ځانمرګي د وژلو خبر ورکوي، چې د کاپيسا ولايت د مسوولينو په وينا، نن سهار په تګاب ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد ٣٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن