ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کام اير شرکت د قاچاق تور رد شو

author avatar
26 Jan 2013 - 16:45
author avatar
26 Jan 2013 - 16:45

کابل (پژواک٧سلواغه٩١):  د ترانسپورټ او هوايي چلندوزارت او د کام اير خصوصي هوايي  شرکت چارواکيو پر دې شرکت د نشه يي توکيو د  قاچاق لګېدلى تور بې بنسټه وباله .

د ترانسپورټ او هوايي چلندوزارت وايي، چې د موضوع د سپيناوي په موخه به له ايساف ځواکونو سره خبرې وکړي .

 د کام اير هوايي شرکت مشر زمرى کامګار وايي ، چې د دې تور  پروړاندې سپيناوي ته تيار دى او د خپل شرکت حيثيت ته اوښتى زيان  به د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې اعاده کړي.

وړمه ورځ د امريکا پوځ پر دغه هوايي افغاني  شرکت د نشه يي توکيو د قاچاق تور پورې کړ او ويې ويل چې نور به له دې شرکت سره هېڅ ډول تړون ونه کړي.

کامګار  نن په کابل کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له وياند ننګيالي قلاتوال سره په ګډه خبري ناسته کې پر کام اير لګېدلي تورونه د سيالو بهرنيو شرکتونو توطيه وبلله.

هغه له ولسمشر حامد کرزي  څخه د مرستې غوښتنه وکړه ، تر څو  د لګېدلي تور د لرې کولو لپاره د ده په وينا، هر څه ژر له ” بهرنيو دوستانو” سره په اړيکه کې شي.

د کام اير مشر وويل ، چې ښايي پر شرکت يې لګېدلى تور هم له دې امله وي، چې د افغانستان په درېيو هوايي ډګرونو کې يې د بهرنيو الوتکو د غير قانوني فعاليت په اړه  د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته خبر ورکړى وو.

هغه د يادو هوايي ډګرونو نومونه ياد نه کړل او ويې ويل ، چې په دې اړه يې دوه کاله مخکې حکومت ته خبر ورکړى و.

 د ده په وينا،  په دې وروستيو کې ولسمشر کرزي او د ترانسپورټ وزير له ايساف ځواکونو غوښتي وو، چې په لومړي ګام کې د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره  بايد له افغاني هوايي شرکتونو ګټه واخلي.

کامګار زياته کړه:”موږ په دې وروستيو کې تمه لرله ، چې ايساف ځواکونه به له موږ مرسته وغواړي، زموږ له الوتکو به ګټه واخيستل شي او ګټه به يې افغانستان ته پاتې شي. دا ټوله ګټه د بهرنيو شرکتونو له خوا بهر ته وړل کېږي… خو ددې پرځاى چې زموږ له الوتکو ګټه واخيستل شي؛ موږ په تور لېست کې راځو ، ددې لپاره چې زموږ الوتکې ناټو او ايساف ته فعاليت ونه کړي.”

کامګار بيا بيا پر کام اير لګېدلى تور رداوه  او ويل يې ، چې ان د الوتکې پيلوټ يې ميدان ته د ننوتلو پرمهال د مسافرو په څېر تلاشي کېږي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند، چې په نننۍ ناسته کې يې برخه لرله، پر کام اير شرکت لګېدلي تورونه په کلکه رد کړل.

ده وويل ، چې د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په ټولو هوايي ډګرونو او په ځانګړې توګه پر کابل هوايي ډګر پوره کنټرول او نظارت لري.

هغه وويل، پر افغان امنيتي ارګانونو سربېره،چې په کابل هوايي ډګر کې فعاليت کوي، دغه وزارت له يوې بهرني کمپنۍ سره تړون لري  او مسافر چک کوي.

قلات وال وويل که پر کام اير د لګېدلو تورونو په اړه اسناد موجود وي، نو د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونو ته دې وړاندې شي.

دى وايي : “له دې پرته د دولت موقف دا دى ، چې دا موضوع بايد په جدي توګه له قانوني مراجعو تعقيب  شي.”

د هغه په وينا، دا چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې، دا د ياد شوي  تور د رد ښکاره دليل دى.

د کابل د هوايي ډګر مشر محمد يعقوب رسولي هم  ددې هوايي ډګر  د پوره کنټرول ډاډ ورکوي.

هغه نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې له تېرو اوو کلونو راهيسې ان يو ګرام مخدره توکى هم په هوايي شرکتونو کې نه دي کشف شوي.

ده وويل ، چې مسافر او د هغوى مالونه په پوره ډول چک کېږي او همداراز الوتکې هم د تعليمي سپيانو لخوا تر تګ وړاندې پلټل کېږي.

رسولي زياته کړه:”زه دا په جدي ډول ردوم، نه يواځې کام اير، بلکې هېڅوک نشي کولى، چې د کابل له هوايي ډګر څخه مخدره توکي قاچاق کړي.”

پر کام اير د نشه يي توکو د قاچاق تور  په داسې حال کې لګول کېږي، چې د دې شرکت او د افغانستان  دولتي هوايي شرکت “اريانا افغان” د يو ځاى کېدو هڅې روانې دي .

کامګار ددې  شرکتونو د يو ځاى کېدو په اړه جزييات وړاندې نه کړل، خو ويې ويل  :”دا کار څو ګټې لري، منفي پايلې نه لري،  نو زموږ او د دولت پرېکړه پر دې شوه ، چې دواړه سره يوځاى شو.”

دى وايي له دې کار څخه موخه دا ده ، چې له يوې خوا په افغانستان کې د بهرنيو هوايي شرکتونو د ناسالم رقابت مخنيوى وشي  او له بلې خوا دواړه شرکتونه وکولاى شي، چې  د اړتيا په صورت کې خپل مسافر  په ګډه په يوه الوتکه کې ولېږدوي او د بېځايه لګښت مخه ونيول شي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.