جلال اباد (پژواک ٨ سلواغه ٩١): چارواکي وايي، چې د ننګرهار د څوارلسو ولسواليو لپاره سيمه ييز پوليس منظور شول.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د سلواغې په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې د سيمه ييزو پوليسو د نوي تشکيل د جوړېدو په موخه پرون د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې يوه ګډه غونډه ترسره شوه، چې په کې د ننګرهار د والي سربېره د امريکا د متحدو ايالتونو د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال بول ډاګ، د سيمه ييزو پوليسو مشر مل پاسوال علي شاه احمدزي او يو شمېر نورو چارواکو په کې ګډون کړى و.
د هغه په وينا، د ننګرهار په څوارلسو ولسواليو کې به ٢٢٥٠ سيمه ييز پوليس ګومارل کېږي، تر څو د ناامنو ولسواليو په امنيت کې رغنده رول ولوبوي.
نوموړي زياته کړه: ((د دغو سيمه ييزو پوليسو په ګومارل کېدو سره به د ننګرهار په نسبتاً ناامنو ولسواليو کې امنيت ښه شي او خلکو ته به د کار زمينه هم برابره شي.))
د عبدالزي په خبره، په دغو ولسواليو کې دره نور ، کوز کونړ، ګوشته ، دوربابا، نازيان، اچين، کوټ، هسکه مېنه، چپرهار، پچيراګام، خوګياڼي، شېرزاد، حصارک اوبټي کوټ شاملې دي.
ده وويل: ((د ننګرهار والي په غوښتنه دغه پوليس منظور شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به پر دندو وګومارل شي.))
نوموړى وايي، چې د امريکا د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال بولډاګ ورسره ژمنه کړې، چې د څوارلسو ولسواليو ټول سيمه ييز پوليس به هر اړخيز اکمالوي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د بټي کوټ، کوز کونړ، شېرزاد، چپرهار او يو شمېر نورو ولسواليو اوسېدونکو د سيمه ييزو پوليسو غوښتنه کړې وه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن