ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني به د اسلامي پلازمېنې لپاره پر خپل وخت چمتو نه شي

author avatar
27 Jan 2013 - 16:57
author avatar
27 Jan 2013 - 16:57

غزني (پژواک ٨ سلواغه ٩١): د غزني والي پر يو شمېر وزارتونو نيوکه وکړه، چې د ٢٠١٣ کال د چمتووالي لپاره يې تر اوسه پورې هېڅ کار نه دى کړى.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده د مولود شريف په وياړ په جوړه شوې غونډه کې وويل، په ٢٠٠٧زېږديز کال چې کله غزني ولايت د اسلامي نړۍ پلازمېنه نومول شوى، نو له هغه وخته تر اوسه يې په اړه اړوندو وزارتونو بې غوري کړې ده.

ده زياته کړه: ((په غزني کې له ۲۰۰۷ کال نه تر۲۰۱۱ کال پورې خښته په خښته نه ده اېښودل شوې، ټول کارونه يې په صفر ولاړ وو.))

د ده په خبره، په ۲۰۱۱ کال کې يواځې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له لوري ۱۱ تاريخي ابدې رغول شوي او بس.

د غزني والي وويل، په ۲۰۱۰، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ زېږديزو کلونو کې ولسمشر کرزي د غزني لپاره لس، لس ميليونه امريکايي ډالره ځانګړي کړي و، چې تر اوسه يې يوه پيسه هم دغه ولايت ته نه ده رسېدلې.

د والي په خبره، يادې پيسې يواځې د ۲۰۱۳ کال پروژو ته ځانګړې شوې وې، خو دا چې پيسې نه دي راغلي، نو کارونه هم نه دي شوي.

 دى وايي، په تېرو ۷ کلونوکې يواځې سږ کال په غزني کې څه ناڅه د بيارغونې کارونه شوي، چې له هغې جملې د۶۰ کيلومتره سړک پخول، د پارکونو، د موټر د تمځايونو جوړول دي او په روان زېږديز کال کې به ټولې ۳۲ تاريخي ابدې هم ورغول شي.

د غزني ولايتي شورا هم په افغان دولت نيوکه کوي او وايي، دولت او هغو نړيوالو ټولنو ، چې له غزني سره يې د بيارغونې په برخه کې د مرستې ژمنې کړې وې، نه دي عملي کړي.

د غزني د ولايتي شورا سرپرست عبدالجامع جامع وويل: ((دا هېڅکله امکان نه لري چې په شپږو مياشتوکې دې د اتو کلونوکارونه ترسره شي او نه به هم بهرني مېلمانه دغه ولايت ته راشي.))

جامع وايي، د اطلاعاتو او کولتور وزارت د دې پر ځاى چې د غزني تاريخې ابدې له سره ورغوي او پخوانۍ لرغونتيا ورکړي، د تاريخي ابدو هغه پخوانی ارزښت يې هم له منځه وړى دى.

نوموړي زياته کړه: ((کومې تاريخې ابدې چې جوړې شوې، ټولو يې هغه پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی، ځکه ټولې په کې خامې خښتې کارول شوې دي.))

د ولايتې شورا سرپرست په ولسي جرګه کې د غزني ولايت د خلکو پر استازو هم نيوکه وکړه او ويې ويل، دوی هم هلته چوپه خوله ناست دي.

د جامع په خبره: ((کومو وزيرانو چې له غزني ولايت سره يې جفا کړې، بايد ولسي جرګې ته د پوښتنو لپاره ور وغوښتل شي.))

بل پلو د غزني ولايت اوسېدونکي بيا د غزني په چارواکو نيوکه کوي او وايي، دوی هم د دغه نوم لپاره چې غزني ولايت ته ورکړل شوی، هلې ځلې نه دي کړي.

د غزني ښار يوه اوسېدونکي ليکوال اوژورناليست رحمت الله مرجانخېل پژواک اژانس ته وويل، کوم سړکونه چې پاخه شوي او يا هم نور کارونه چې شوي، په نورو ولايتونو کې هم شوي، دا خو د ۲۰۱۳ کال په وياړ نه دي شوي.

ده زياته کړه: ((د غزني چارواکی دې هېڅکله په دې کارونو د غزني خلک نه تېر باسې.))

 مرجانخېل وايي، تر اوسه په غزني کې لوى، لوى مارکېټونه، بېلډينګونه، هوټلونه او هوايي ډګر نشته او هرکله چې دغه کارونه وشي، نو بيا به هر چا ته روښانه شي چې د ۲۰۱۳ کال لپاره کار شوی دى.

هغه وايي، په کوم ځاى کې چې د ۲۰۱۳ کال مرکز جوړېږي، هلته اوس مهال د ۲۰۳ تندر قول اردو درېيمه لوا پرته ده او تر اوسه دولت په دې نه دى توانېدلی چې هغه لوا خپل ځانګړي ځای ته، چې د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ورته جوړ شوی، ولېږدوي.

نوموړی وايي، دولت چيغې وهې، خو ترسره به هېڅ هم نه کړي.

 د ده په وينا، نور د غزني خلک د دولت له ژمنو او له دغه نوم څخه ستړي شوي دي.

د يادونې ده، چې غزني ولايت په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې د طرابليس ښار د کولتوري وزيرانو په عمومي غونډه کې په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شو.

 

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.