ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په درېيمه ورځ هم د تورخم دروازه تړلې ده

په درېيمه ورځ هم د تورخم دروازه تړلې ده

author avatar
27 Jan 2013 - 14:52
په درېيمه ورځ هم د تورخم دروازه تړلې ده
author avatar
27 Jan 2013 - 14:52

جلال اباد (پژواک ٨ سلواغه ٩١): نن درېيمه ورځ ده، چې د تورخم دروازه د بې اسناده افغانانو پر مخ تړلې ده.

د تورخم د کميسارۍ مرستيال سمونيار نثاراحمد د سلواغې په ٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن درېيمه ورځ هم د قانوني اسنادو نه لرونکو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده.

د هغه په وينا، له تېرې جمعې ورځې راهيسې پاکستاني سرحدي پوليس، هر هغه څوک چې پاسپورټ او يا پاکستانى شناختي کارت ولري، پرېږدي يې او نور هېڅوک نه شي کولى، چې له پولې واوړي.

له پولې هاخوا د پاکستاني سرحدي پوليسو يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، دوى ته له مرکز څخه امر شوى، چې دروازه وتړي.

د ده په خبره، ترڅو چې ورته له مرکزه اجازه نه وي ورکړل شوې، دروازه نه شي خلاصولاى او په تورخم کې د دواړو غاړو د چارواکو خبرې کومه پايله نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((ډېره زياته ګډوډي ده، چې موږ يې هم په تکليف کړي يو او افغان سرحدي پوليس هم، په کار ده، چې په مرکز کې سره خبرې وکړي.))

د افغان سرحدي پوليسو يوه چارواکي هم وويل، د دوى هڅې دوام لري، خو تر اوسه يې مثبته پايله نه ده ورکړې، تر څو چې په مرکزي کچه خبرې ونه شي، بله چاره نشته.

په تورخم کې د سالم جان په نوم يو هټۍ وال وايي، چې په تورخم بازار کې په زرګونه مسافرين په دې انتظار دي، چې دروازه به خلاصيږي.

دى وايي: ((دولت دې په دې برخه جدي ګامونه واخلي، ته وګوره ټول ناروغان خواران ولاړ دي، څه وکړي.))

د يادونې ده، چې له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې پاکستان په پرله پسې توګه څو ځلې د تورخم پوله تړي او خلاصوي.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې دا پوله په دې پلمه وتړل شوه، چې ګواکې افغان پوليسو له پاکستاني کارګرانو سره ناوړه سلوک کړى او د هغوى پاسپورټونه يې شلولي دي.

څو ورځې مخکې پاکستان هڅه کوله، چې پر تورخم پوله دروازه ودروي، خو د افغان سرحدي ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه.

تېره مياشت د تورخم بندر د بندېدو له امله په دواړو غاړو کې د يو شمېر ماشومانو په ګډون ١٣ کسان د سختې يخنۍ او ناروغيو له امله مړه شوي وو.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.