ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“امنيتي منسوبين دې له دندې پرته وسلې او پوځي وسايل نه ګرځوي”

“امنيتي منسوبين دې له دندې پرته وسلې او پوځي وسايل نه ګرځوي”

author avatar
28 Jan 2013 - 16:50
“امنيتي منسوبين دې له دندې پرته وسلې او پوځي وسايل نه ګرځوي”
author avatar
28 Jan 2013 - 16:50

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩١): د کورنیو چارو وزارت، امنيتي ځواکونو ته خبردارى ورکړى چې په ناقانونه توګه او په خپلو شخصي چارو کې د دولتي وسايطو له کارونې څخه ډډه وکړي.

يادې څرګندونې د کورنيو چارو وزارت له لوري د سلواغې په نهمه،په خپره شوې خبرپاڼه کې، چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم رالېږل شوې، راغلې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، ځينې امنیتي ځواکونه له دولتي وسایطو څخه په ناقانونه توګه په خپلو شخصي چارو کې، آن د ودونو په مراسمو کې ګټه پورته کوي، چې د دوى د ا کړنه د تګ راتګ له مقررې سره په ټکر کې ده او له بل پلوه، دا کړنه ناوړه ګټې اخیستنې ته لاره هواروي او د وسایطو له مودې دمخه د استهلاک لامل ګرځي.

د سرچينې په وينا، له دې وروسته د پولیسو هېڅ ډول واسطه نه شي کولى، له ټاکل شوې لارې او دسیټ امر او چلوونکي له شتون پرته په ښارونو کې تګ راتګ و کړي؛ همدارنګه هغوى نه شي کولى د رسمیاتو له پاى ته رسېدو سره سم خپل وسایط د خپلو کورونو تر شا ودروي؛ اړينه ده خپل وسایط په اصلي قطعاتو او قرارګاوو کې ودروي .

په خبرپاڼه کې راغلي، د پوليسو له هغو منسوبينو څخه به قانوني پوښتنې او ګروېږنې کېږي، چې په رسمي او نارسمي وختونو کې له دندې پرته له خپلو وسلو او پوځي وسايلو سره په ښارونو کې تګ راتګ کوي.

د سرچينې په وينا، د ترافيکو پوليس مکلف دي، څو د هغو ملکي او پوځي موټرچلوونکو په وړاندې جدي اقدامات وکړي، چې ترافيکي قوانين په پام کې نه نيسي، يا په سړکونو کې سبقت کوي او يا هم په نامناسبو ځايونو کې خپل موټر دروي.

د کورنيو چارو وزارت له ټولو هغو ادارو هيله کړې، چې په مرکز او ولايتونو کې ځينو دولتي او نادولتي او ډيپلوماتيکي سيمو ته له غځېدلو لارو او کوڅو موانع لرې کړي او دې ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي.

سرچينې د مرکز اولايتونو له ښارواليو غوښتي، ترڅو په ښارونو کې د لاس پلورونکو له نامنظم شتون او د بسونو او ټکسي وسايطو د تمځايونو د ستونزې په هواري کې له پوليسو سره همغږي واوسي او په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د کورنيو چارو وزارت د کورونو، مارکېټونو، دولتي ادارو او د هټيو له خاوندانو او ګټه اخيستونکو غوښتي، چې خپل ځايونه د اور وژنې په بيړنيو او سيارو د ګازو پر بالونونو سمبال او چمتو کړي، ترڅو د اورلګېدنې پېښو پرمهال ترې استفاده وشي. دغه راز د برېښنا په اړه ټول احتياطي تدابير دې په پام کې ونيسي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هېوادوال کولى شي له ټاکل شوي مهال وېش سره سم په هره مياشت کې دوه ځله خپلې ستونزې د کورنيو چارو له وزير سره مخامخ د وزارت په قرار ګاه کې مطرح کړي.

په خبرپاڼه کې زيات شوې، که د ملي پوليسو د شهيدانو، معلولينو او ټپيانو ورثه د خپلو حقونو د ترلاسه کولو پرمهال له ستونزې سره مخ کېږي، نو د کورنيو چارو د وزير له دفتر سره سره دې په اړيکه کې شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.